د پکتيا په مرکز ګردېز کې د زون په کچه د امام ابوحنيفه په نوم يو مجهز دارالايتام جوړ او پرانیستل شو.
د پکتيا ولايت په روحاني بابا ولسوالۍ کې د يوې شپږ کلنې نجلۍ مړی موندل شوی چې د پلار په وينا يې، په ډبرو سنګسار شوې ده.
تېره شپه ناوخته د غزني ولایت په مرکز کې د سېلابونو له امله پنځه تنه مړه شوي، دوه ټپیان دي، ۱۸۰ کورنه نړیدلي او د سلګونه جریبه مځکې حاصلات له منځه تللي دي.
ښرنه (پژواک، ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۱): د پکتیکا ولایت ځینو سیمو کې د سېلابونو راوتو او تندر لوېدو له امله خلکو ته ځاني او مالي زیانونه
د پکتیا چارواکي وايي، په دغه ولایت کې ۴ کسان د حکومت وسله والو مخالفینو ته د تبلیغاتو او دوه نور د یوه صراف د تښتولو په تور نیول شوي دي.
د پکتيا ولايت په سيدکرم ولسوالۍ کې د نامعلومو کسانو له لوري په ډزو کې دوو ملکي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د پکتیا چارواکي وايي، د دغه ولایت د ځنګلونو ساتلو لپاره یې د زرغون په نوم ۱۰۰ کسیزه قطعه جوړه کړې، څو د ځنګلونو د وهلو مخنیوی وکړي.
د پکتيا ولایت د مرکز او ولسواليو له روغتيايي مرکزونو سره د ٣١ موټرسايکلونو او يوه امبولانس مرسته وشوه.
د پکتيا د څمکنيو او ډنډپټان ولسواليو ځینو قومونو د ولور پر کمېدو هوکړه کړې او ترمنځ یې تړون شوی دی.
. . .
د پکتيا په اتو ولسواليو کې د ٤٢ ميليون افغانيو په لګښت د پاکو اوبو رسولو د لسو شبکو جوړولو کار پيل شو.