ګردېز (پژواک، ٦ غويى ١٤٠١): د پکتيا په مرکز ګردېز کې د شخصي دښمنۍ له امله دوه وروڼه وژل شوي دي.
د سرچينو په خبره، دغه پېښه تېر ماښام د ګردېز اړوند د همت خېلو په سيمه کې شوې ده.
د ياد کلي يوه اوسېدونکي عبدالولي پژواک ته وويل: «د دوو کورنيو ترمنځ شل کلنه دښمني وه چې له يوې خوا يې پخوا يو کس وژلی و خو مقابل طرف تېره ورځ دوه کسه ووژل چې دواړه وروڼه وو.»
نوموړي وويل چې دغه شخړه د دوی ترمنځ د شاوخوا يو جريب ځمکې د ملکيت پر سر رامنځته شوې وه چې له شلو کلونو راهيسې روانه وه.
عبدالولي له قومي مشرانو او دولت څخه غوښتنه وکړه چې د يادو کورنيو دغه ستونزه هواره کړي.
دغه راز د پکتيا د اطلاعاتو او کلتور رييس خالقيار احمدزي پژواک ته وويل: «دغه پېښه تېر ماښام د شخصي دښمنۍ له امله رامنځته شوې چې له شلو کلونو راهيسې روانه وه او وژل شوي کسان (ولي جان او محمود) دي چې دواړه سره وروڼه دي.»
نوموړی وايي، سيمې ته امنيتي کسان ورغلي خو قاتل له سيمې تللی او د دې موضوع په اړه به امنيتي او قضايي ادارې خپل اجراات وکړي.
د يادونې ده، په پکتيا کې د ځمکو او ځنګلونو د ملکيت پر سر کله ناکله دا ډول پېښې رامنځته کېږي.