ژبه

په پکتیا کې له روغتیايي مرکزونو سره د موټرسایکلونو او امبولانس مرسته وشوه

ګردېز (پژواک، ۱۱ غبرګولی ۱۴۰۱): د پکتيا ولایت د مرکز او ولسواليو له روغتيايي مرکزونو سره د ٣١ موټرسايکلونو او يوه امبولانس مرسته وشوه.

د ترانسپورټي وسايطو دغه مرسته د (AADA) ادارې له خوا شوې او هغه روغتيايي کارکوونکي به ترې ګټه اخلي چې ګرځنده روغتيايي خدمات وړاندې کوي.

د پکتیا مرستیال والي شيخ عزیزالرحمن منصور وويل: «دغه ترانسپورټي وسايل به د خدماتو وړاندې کولو برخه کې روغتيايي کارکوونکو ته اسانتیا رامنځته کړي او موږ له يادې او نورو ادارو هيله کوو چې د روغتيا په برخه کې خپل خدمات زيات کړي.))

نوموړي وويل، د دغه ولايت ډېرې سیمې غرونه لري؛ نو روغتیايي کارکوونکو ته د خدماتو وړاندې کولو کې وسایطو ته اړتیا ډېره وه.

منصور وويل، په دې وروستيو کې ځینو مرستندویه ادارو د پکتيا له روغتيايي سکټور سره په بېلابېلو برخو کې مرستې کړې دي خو زیاتوي چې دا مرستې دې نورې هم وغځېږي.

د پکتيا د عامې روغتيا ریيس صدرالدين عزام پژواک ته وويل: «کوم ترانسپورټي وسايل چې نن ورځ موږ ته راکړل شول، د دغه رياست لپاره ډېر اړين وو او له دې سره به زموږ په خدماتي چارو کې ښه والی او چټکوالی راشي.))

نوموړي وويل چې پخوا به د ګرځنده روغتيايي پرګرامونو لپاره شخصي موټر کرایه کېدل خو اوس د دې وسايلو په ترلاسه کولو سره به لګښت هم کم شي او په کار کې به چټکتیا هم راشي.

عزام وويل چې له دغو وسایطو به واکسيناتوران او هغه ګرځنډه ټيمونه ګټه اخلي چې په لرو پرتو سيمو کې روغتيايي خدمات وړاندې کوي.

د يادونې ده، دا مهال په پکتيا کې شاوخوا پنځوس لوی او واړه روغتيايي مرکزونه موجود دي چې ځيني يې لا هم د درملو، طبي او نورو وسايلو له اړخه مجهز نه دي او مرستې ته اړتيا لري.