Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د پکتیکا روغتیايي چارواکي وايي، د دغه ولایت په زلزلهځپلو سیمو کې د ناپاکو اوبو او خوړو له امله د کولرا ناروغي خپره شوې او سلګونه کسان پري اخته شوي دي.
د پکتیکا د عامې روغتیا ریاست وایي، د ګيان ولسوالۍ په “ږلۍ” کلي کې له مازیګر راهیسې په دوامداره توګه زلزله کېږي چې يو ډول وېرونکی غږ هم ورسره دی.
د پکتيکا په نږدې لسو ولسوالیو کې سېلابونو سلګونه جریبه ځمکه – چې ډېره برخه یې د غنمو کښتونه وو – ویجاړه کړې او په ځينو سيمو کې یې د خلکو کورونه نړولي دي.
ښرنه (پژواک، ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۱): د پکتیکا ولایت ځینو سیمو کې د سېلابونو راوتو او تندر لوېدو له امله خلکو ته ځاني او مالي زیانونه
د پکتیکا د عامې روغتیا ریاست وايي، د دغه ولایت په زلزلهځپلو سیمو کې تر ۱۰۰ ډېر ډاکټران ګومارل شوي څو زیانمنو خلکو ته روغتیايي خدمات وړاندې کړي.
د ملګرو ملتونو پراختیایي اداره په پکتیکا کې له ۵۰۰ زلزلهځپلو کورنيو سره د ۲۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د اړینو توکو مرسته کوي.
د پکتیکا سرپرست والي وايي، د دغه ولایت زلزلهځپلو سیمو ته روغتیايي او بشري مرستې رسېدلې دي او د زیانمنو شوو لومړنیو اړتیاوو ته رسېدنه شوې ده؛ خو حکومت پلان لري چې له مرستندویه ادارو سره په ګډه دغلته د ژوند بېرته عادي کولو په موخه بنسټيز کارونه وکړي.
ښرنه (پژواک، ۳ چنګاښ ۱۴۰۱): د پکتيکا په ګیان ولسوالۍ کې د دویمې زلزلې له امله پنځه کسانو ژوند له لاسه ورکړی او تر یولسو
د پکتیکا چارواکي وايي، زلزلې د دغه ولایت په برمل او ګیان ولسوالیو کې شاوخوا ۲۵۰۰ کسانو ته مرګژوبله اړولې او دغه راز یې ۳ زره کورونه ویجاړ کړي دي.
Hits: 47
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن