Language

پکتیکا کې د ۶۹ رغنیزو پروژو چارې پیل شوې

کابل (پژواک، ۶ غویی ۱۴۰۴): د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت وایي، د پکتیکا په وازیخوا ولسوالۍ کې د شاوخوا ۸۶ میلیون افغانیو په ارزښت د ۶۹ بېلابېلو رغنیزو پروژو چارې پیل شوې.

د یاد وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې په دغو پروژو کې د یو کوچني بند په ګډون د کلیوالي سړکونو، پلونو، پلچکونو، استنادي دېوالونو او کانالونو جوړول شامل دي.

د خبرپاڼې په حواله، د یادو پروژو د کار په لړ کې به سلګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شي.

یاد وزارت لیکلي چې د دغو پروژو په بشپړېدو سره به په اړوندو برخو کې د وازیخوا ولسوالۍ د اوسېدونکو ستونزې هوارې شې.

Related Topics