Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
هلمند کې سیمهییزې سرچينې وایي چې د دغه ولایت په مرکز لښکرګاه کې د کرکټ د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د انټرکلب ۵۰ اووریزې ګروپي سیالۍ پیل شوې.
د پوهنې وزارت وايي چې د لوګر په مرکز پلعلم ښار کې د شلوک او ملک شېراحمد کوچي ښوونځیو د بیارغونې چارې د څه باندې ۱۰ میلیون افغانیو په لګښت پیل شوې.
د پکتیا په احمدابا ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پيل شوې چې ۲۰ ورځې به دوام وکړي.
د لغمان ولایتي چارواکي وایي چې د دغه ولایت په پنځو ولسوالیو کې د یوه یوه چکډیم جوړولو چارې یې پیل کړې دي.
د پروان د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین د دغه ولایت په کوهصافي ولسوالۍ کې د اوبو لګولو کانال د یوه سربند او په جبلالسراج ولسوالۍ کې د کليوالي سړکونو او استنادي دېوالونو جوړېدو چارو له پیله خبر ورکوي.
د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار مرکزي جمنازیوم کې د ښاروالۍ په مالي ملاتړ د فوټسال څلورم پړاو سیالۍ پیل شوې چې ۱۵ ورځې به دوام وکړي.
لوګر کې د ۲۶ لوبډلو ترمنځ د دغه ولایت په مرکز پلعلم کې د «ژمني جام» په نوم د فوټسال سیالۍ پيل شوې.
د لغمان ولایت په مرکز مهترلام کې د اتو میلیونو افغانیو په لګښت د یوه سړک او د کابل او ننګرهار د موټرو اډې لپاره د احاطې دېوال جوړولو چارې پيل شوې.
د بلخ ولایت مرکز مزارشریف لومړۍ او شپږمې ناحیې تر منځ د ۴۳ میلیون افغانیو په لګښت د څه باندې یو کیلومتر سړک پخولو چارې پیل شوې.
د میدانوردګو ولایت چک ولسوالۍ اړوند چک برېښنا بند او فابریکې د بیارغونې چارې د ۱۵۰ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې.
د نوي کابل ښار د لومړي فاز «ب» برخې پروژې عملي چارې د یو میلیارد امریکايي ډالرو په لګښت نن پیل شوې چې په پلې کېدو سره به یې پر ۷۴۰ جریبه ځمکه ۲۳۰۰ استوګنیز کورونه جوړ شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP