کورنیو چارو وزارت وايي چې د بدخشان په مرکز فیضاباد ښار کې د چاودنې له امله درې پولیس سرتېري وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.
سیمهییز چارواکي وایي، د کندهار ولایت په معروف ولسوالۍ کې د راکټ یوې زړې مرمۍ چاودنې له امله درې ماشومان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
د بلخ امنیتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت دهدادي ولسوالۍ کې د چاودېدونکو توکو جوړولو پر مهال چاودنې د «داعش» ډلې دوو غړو ته مرګژوبله اړولې ده.
د ماین خطرونو په اړه د پوهاوي نړۍوالې ورځې په درشل کې، یوناما ویلي چې تېرو ۲۵ کلونو کې په افغانستان کې د چاودېدونکو توکو او ماینونو چاودنې له امله د ماشومانو او ښځو په ګډون ۴۴ زره افغانانو ژوند بایللی دی.
هرات کې سیمهییزې سرچینې وايي چې د دغه ولایت په کشک رباط سنګي ولسوالۍ کې د هاوان یوې سرګلولې چاودنې یو ماشوم وژلی او پنځه نور یې ټپیان کړي دي.
د غزني سیمهییز مسوولین وایي چې د دغه ولایت په ګيرو ولسوالۍ کې د یوه پخواني ماین چاودني له امله نهه ماشومان وژل شوي دي.
د بدخشان ځایي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په شهدا ولسوالۍ کې د زیو د یوې سرګلولې چاودنې له امله د یوې کورنۍ درې کسان ټپیان شوي دي.
د راپورونو له مخې، د خیبر پښتونخوا مرکز پېښور کې د چاودنې له امله دوه کسان وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.
د کندهار د امنیه قوماندانۍ مسوولین وايي، د پنجوایي ولسوالۍ د زنګياباد سیمې په یوه کور کې لاسي بم چاودنه کړې چې له امله یې یو ماشوم وژل شوی او یو بل ټپي دی.
د غزني امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په مرکز کې د یوې زړې مرمۍ چاودنې له امله یو ۱۶ کلن هلک وژل شوی دی.
د سمنګان امنیه قومنداني وايي، د دغه ولایت په مرکز کې د ناچاوده توکو د چاودنې له امله دوه ماشومان وژل شوي دي.
د بغلان ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د یوې مرمۍ چاودنې له امله دوه ماشومان وژل شوي او اته نور ټپیان دي.