ژبه

کندهار کې چاودنې پنځو ماشومانو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده

کندهار (پژواک، ۵ غویی ۱۴۰۳): سیمه‌ییز چارواکي وایي، د کندهار ولایت په معروف ولسوالۍ کې د راکټ یوې زړې مرمۍ چاودنې له امله درې ماشومان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

د کندهار ولایت، له پېښو سره د مبارزې رییس قاري عبدالسلام عمري پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پېښه تېره ورځ د معروف ولسوالۍ اوومې امنيتي حوزې اړوند د اوبتو د شخکي په کلي کې شوې ده.

هغه وویل، دغو ماشومانو د راکټ یوه زړه مرمۍ موندلې وه چې د لوبو پر مهال یې پرې چاودنه کړې او له امله یې درې تنو ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور یې ټپیان شوي دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، د یادو ماشومانو عمرونو له څلور تر شپږ کلونو وو.

د کندهار په بېلابېلو سیمو کې له پخوانیو جګړو څخه ځمکو کې ماینونه او ناچاوده توکي پاتې دي چې ځيني وخت د خلکو ژوند اخلي او ډېری قربانیان یې ماشومان دي.