په کابل کې د چین سفیر د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي ته ډاډ ورکړی چې سر له سبا به د کابل او چین ترمنځ نېغ په نېغه الوتنې پیل او په کابل کې به د ارزانه کورونو جوړولو پروژه هم پرانیستل شي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، د دغه وزارت د سرپرست مولوي امیرخان متقي په مشرۍ «يو جامع سياسي او تجارتي پلاوی» د پاکستان پلازمېنې اسلاماباد ته روان شو.