Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د ننګرهار د پوهنې رياست وايي، په دغه ولايت کې د څلورنيم زره ښځو په ګډون ۱۱ زره کسانو ته د سواد زدهکړو زمينه برابره شوې ده.
په سمنګان کې د وچې مېوې ټولنې مسوولین وایي چې دغه ولایت کې یې له ۳۰۰ ډېرو بېوزلو او اړو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې ده.
د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې د جامو ګنډلو ۶۰ کارخونو کې شاوخوا درې زره کسان په کار بوخت دي چې ډېر یې ښځې دي.
د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې یوې مېرمنې د غالۍ او وړۍ اوبدلو کارګاه په جوړولو سره ۳۰۰ بېوزلو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې ده.
د کابل امنیه قومانداني وایي، هغه کس یې نیولی چې په بازار کې به یې په پټه د ښځو انځورونه اخیستل او بیا به یې په خپلو ټولنیزو پاڼو کې خپرول.
امنیتي ځواکونو، کابل کې دوه تنه د امنیتي کسانو له نومه د استفادې، درې کسان د غلا او د دوو ښځو په ګډون پنځه کسان له یو صرافه په دوکه د ۲۰ زره ډالرو غوښتنې په تور نیولي دي.
جوزجان په مرکز شبرغان ښار کې یوې مېرمنې چې د خیاطۍ او غالۍاوبدلو د یوې کارګاه له لارې ۷۰ ښځو او نجونو ته د کار زمینه برابره کړې وایي، که ملاتړ یې وشي، لسګونو نورو ښځو ته به هم د کار زمینه برابره کړي.
د کابل امنیې قوماندانۍ د موټرچلوونکو د فرېب او د هغو د موټرو د غلا په تور د ۶ ښځو او ۴ نارینهوو د نیول کېدو خبر ورکوي.
د زندانونو چارو د تنظیم ادارې نظامي مرستیال وایي، بېسرپرستې ښځې چې د خپل حبس موده یې پوره کړې وي، له خوشې کېدو وروسته به په یوه خوندي ځای کې چې د دې ادارې او کار او ټولنیزو چارو وزارت په همغږۍ جوړ شوی، ساتل کېږي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي ویلي چې د ښځو او نجونو حقونه دې په ټولو ځایونو کې مراعت شي؛ ځکه چې هغوی د باعزته ژوند او درناوي وړ دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن