منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۳۰ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
موضوع

ښځو

۱۲۶ راپورونه

راپورونه

دایکنډي کې د لاسي صنایعو برخه کې د بوختو ښځو شمېر ډېر شوی خو تولیدات یې ښه بازار نه لري

د دایکنډي په مرکز نیلي ښار کې یو شمېر هغه مېرمنې چې ټولې هیلې یې په لاسي صنایعو پورې تړلې وايي، نورو برخو کې د کار نشتوالي له امله یې خیاطي او ګلدوزي ته مخه کړې او له حکومته غواړي چې ملاتړ یې وکړي.

کابل کې یوې سوداگرې‎ ۷۰۰ ښځو ته د کار زمینه برابره کړې ده  

کابل ښار کې یوه سوداګره فرشته هاشمي چې د ۱۰۰۰ امریکایي ډالرو په پانګونه یې د لاسي صنایعو برخه کې کاروبار پیل کړی او اوس یې ۷۰۰ نورو مېرمنو ته د کار زمینه برابره کړې وايي، هغه ښځې چې بېکاره دي، هم کولای شي په پنځه‌ زره افغانیو کوچني کاروبارونه پیل کړي.

بغلان کې د لاسي صنایعو کارخونو کې کار کولو ته د نجونو لېوالتیا ډېره شوې

بغلان کې د ښځو د لاسي صنایعو د کارخونو مسوولانې وايي، د پخوا په پرتله اوس له دوی سره په کارخونو کې کار کولو ته د نجونو لېوالتیا ډېره شوې چې لامل یې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځيو او پوهنتونونو ځنډېدل دي.

غړي

د امر بالمعروف وزارت: تېر کال د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د ۲۶۳۸ مواردو مخنیوی شوی

د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت مسوولین وايي، په تېر کال کې «د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د ۲۶۳۸ مواردو او د ښځو د پلور د ۲۹۵ مواردو» مخه نیول شوې او دغه‌راز د رسنیو نشرات ۹۰ سلنه اصلاح شوي دي.

نور راپورونه