کابل (پژواک، ۳۰ زمری ۱۴۰۳): د امر بالمعروف او نهې عنالمنکر وزارت مسوولین وايي، په تېر کال کې «د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د ۲۶۳۸ مواردو او د ښځو د پلور د ۲۹۵ مواردو» مخه نیول شوې او دغهراز د رسنیو نشرات ۹۰ سلنه اصلاح شوي دي.
«د امارتي ادارو د یو کلنو لاستهراوړنو د تشرېح پروګرام » په دوام کې نن (سهشنبه، د زمري۳۰مه) د امر بالمعروف، نهې عنالمنکر او شکایتونو اورېدو وزارت په یوې ناسته کې د خپل تېر کال د لاستهراوړنو راپور وړاندې کړ.
د امربالمعروف، نهې عنالمنکر او شکایتونو اورېدو وزارت د پالیسۍ معین شیخ محمدفقیر محمدي د یادې ناستې په پیل کې وویل، دغه وزارت خلکو ته د «دنیا او اخرت د پرمختګ اسباب» برابروي او د تېر کال په اوږدو کې یې ډېرې لاستهراوړنې لرلې دي.
هغه ټینګار وکړ: «موږ ځان له ولس څخه جلا نه ګڼو او ولس هم باید ځان له موږ جلا ونه ګڼي.»
د دغه وزارت مسوولینو زیاته کړه، په ملکي او نظامي ارګانونو او عامه ځایونو کې د امر بالمعروف او نهې عنالمنکر پلي کېدل، د شکایتونو د ثبت لپاره د ۱۹۱ وړیا شمېرې فعالول، د ظرفیت لوړلو برنامو دایرول او د فرمانونو او احکامونو د پليکېدو څارنه د تېر کال په اوږدو کې د دغه وزارت اړین فعالیتونه دي.
د امربالمعروف، نهې عنالمنکر او شکایتونو اورېدو وزارت د قانون او پلان رییس شیخ محبالله مخلص وویل، تېر یو کال کې په بدو کې د نجونو د ورکولو د ۳۳۸ او د ښځو د پلور د ۲۹۵ مواردو مخه نیول شوې او دغهراز ۱۳۱۳ دښمنۍ حل و فصل شوې دي.
هغه زیاته کړه: «په ۷۸۹ مواردو کې هغه ښځې چې د میراث له حقه محرومې وې، له خپل حقه برخمنې شوې، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د ۲۶۳۸ مواردو مخه ونیول شوه او د ۲۴۶۹ غونډو په جوړېدو سره د منکراتو، ناسمو رسم و رواجونو او عقیدتي انحرافونو مخه نیول شوې ده.»
د امربالمعروف وزارت د پلان او تقنین رییس زیاته کړه چې په وروستي یوه کال کې د شرابو ۲۵ پلورونځي تړل شوي، د موسیقۍ ۲۱۳۲۸ الې له منځه وړل شوې، د ۱۳۲۵۰ نشهيي ټابلېټونو له استفادې مخنیوی شوی او عاملین یې اړوندو ادارو ته سپارل شوي دي.
هغه دغهراز وویل: «د غږیزو، تصویري او چاپي رسنیو نشرات ۹۰ سلنه اصلاح شوي او د ټولنې د اصلاح په موخه ۳۰ زره غیراخلاقي فلمونه په مرکز او ولایتونو کې له منځه وړل شوي، قیلونخونې او قمارخونې تړل شوې، ۴۴۸ تعویذ لیکوونکي او ۵۲۸ کوډګر نیول شوي او عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل شوي دي.»
مخلص زیاته کړه، په یوه کال کې یې ۷۰۲۲ کارکوونکو او محتسبینو ته د ظرفیتجوړونې ۱۰۴ پروګرامونه دایر کړي او د دعوت او ارشاد برخه کې د امارتي ادارو کارکوونکو ته هم درسي نصاب ترتیب شوی دی.
نوموړي څرګنده کړه چې په وروستي یوه کال کې د ۱۹۱ وړیا شمېرې په فعالېدو سره په ټوله کې ۹۸۰۸ شکایتونه ثبت شوي چې له دې ډلې ۵۴۸۶ ته یې رسېدنه شوې ده.
مخلص دغهراز وویل چې د افغانستان د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري د شکایاتو اورېدو قانون توشیح شوی او ۱۱ تقنیني او اصولي سندونه هم د طی مراحلو لپاره اړوند ادارو ته لېږل شوي دي.
هغه څرګنده کړه: «په ۲۷۵۱۷ امارتي او غیرامارتي ادارو کې، ۴۱۹۳۶۹ جوماتونو کې، د ښوونې او لوړو زدهکړو او روغتیایي په ۹۶۳۵۵ مرکزونو کې، په ۶۸۹۷۹ هوټلونو او رسټورانټونو کې، ۳۹۲۸ حمام او سلمانیو کې، ۱۵۵۷۵ ورزشي کلپونو کې، د خیاطي په ۵۰۰ دوکانونو او نورو عامه ځایونو کې د معروفاتو د اقامې او د منکراتو د مخنیوي په موخه لازم اقدامات ترسره شوي دي.»
د یاد وزارت مسوولینو وویل چې د روان کال په لړ کې په نظامي قطعو کې د امر بالمعروف او نهې عنالمنکر د ظرفیتلوړولو پروګرامونو جوړول، د شکایتونو ثبت او هغو ته رسېدنه او د عامه افکارو اصلاح کول د دغه وزارت له لومړیتوبونو څخه دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن