Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

حنفي: ښځو ته د هغوی ټول شرعي حقوق ورکول کېږي

پل‌علم (پژواک، ۲ لړم ۱۴۰۳): د امر بالمعروف او نهي عن‌المنکر وزارت سرپرست وايي چې اسلامي امارت د ښځو شرعي حقونو ورکولو ته ژمن دی او که څوک سرغړونه وکړي، ښځې کولای شي شکایت وکړي.

دغه څرګندونې د امر بالمعروف او نهي عن‌المنکر وزارت سرپرست شيخ محمدخالد حنفي د لوګر ولایت مرکز پل‌علم ته د سفر پر مهال د حکومتي مسوولینو او خلکو یوې غونډې ته وکړې.

هغه وویل، اسلامي امارت د ښځو شرعي حقونو ورکولو ته ژمن دی او هڅه کوي چې ښځو ته د اسلام مبارک دین کې ورکړل شوي ټول حقونه ورسېږي.

هغه وايي، که چېرې څوک د ښځو له حقونو سرغړونه وکړي، د شکایت لپاره دې د امر بالمعرف او نهي عن‌المنکر وزارت اړوندو ادارو ته مراجعه وکړي.

دغه راز نوموړي وویل، د امر بالمعروف او نهي عن‌المنکر قانون په جوړېدو کې د امر بالمعروف وزارت، عدليې وزارت، علماوو شورا او د هېواد د ۳۴ ولایتونو مشهورو علماوو نظرونه اخيستل شوي او له هغه وروسته رامنځته شوی دی.

ده ټینګار وکړ چې د یاد قانون عملي کول د ټولو ګډ مسوولیت دی.

نوموړی وایي چې حکومت به د ولس ټولو شرعي غوښتنو او اړتیاوو ته رسېدنه وکړي  خو ولس ته هم په کار ده چې د نظام کلک ملاتړ وکړي.

دغه راز، په دې غونډه کې د لوګر مرستیال والي مولوي محمدانور دین‌پرور وویل چې په دغه ولایت کې د امر بالمعرف ریاست په مرکز او ولسوالیو کې اغېزناک فعالیتونه ترسره کړي دي.

هغه دغه راز، امر بالمعرف او نهي عن‌المنکر وزارت سرپرست ته ډاډ ورکړ چې د امر بالمعرف او نهي عن‌المنکر قانون په عملي کېدو کې د دولتي ادارو ترڅنګ د علما‌ء او قومي مشران ملاتړ هم له ځان سره لري.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.