پلخمري (پژواک، ۲۱ وږی ۱۴۰۳): بغلان کې د ښځو د لاسي صنایعو د کارخونو مسوولانې وايي، د پخوا په پرتله اوس له دوی سره په کارخونو کې کار کولو ته د نجونو لېوالتیا ډېره شوې چې لامل یې د نجونو پر مخ د ښوونځيو او پوهنتونونو تړل کېدل دي.
د بغلان ولایت په مرکز پلخمري ښار کې د لاسي صنایعو د یوه شرکت مسوولې لیلا کاظمي پژواک خبري اژانس ته وویل، د پخوا په پرتله یې کارخونې ته د کارګرو نجونو د ورتګ شمېر ډېر شوی دی.
هغه وايي، اوس هم ګڼ شمېر نجونې ورسره پر کار بوختې دي خو په خبره یې، هره ورځ لسګونه نورې په دې نیت ورځي چې په کارخونه کې ورسره کار وکړي.
کاظمي وویل: «په کارخونه کې راسره ۱۵۰ نجونې د لاسي صنایعو پر جوړولو بوختې دي، نورې ډېرې نجونې هم د کار لیوالتیا لري، غواړي کار راسره وکړي؛ زه ځکه نورې نجونې نشم جذب کولی چې ډېر مناسب ځای ورته نه لرم او د کرایې ورکولو وس هم نه لرم چې بل ځای ورته کرایه کړم.»
ورته مهال، د مهتاب په نوم یوه بله مېرمن چې په خپل کور کې یې د خیاطۍ کارخونه جوړه کړې، وايي، په ښار کې د کارخونې لپاره په کرایې د ځای نیولو توان نهلري او په کور کې هم نهشي کولی ډېر شمېر نجونو ته د کار زمینه برابره کړي.
هغې وویل، اوسمهال ورسره ۳۰ نجونې کار کوي او هر ورځ لسګونه نورې هم ورسره د کار کولو غوښتنه کوي، خو دا زیاتوي چې د نورو نجونو لپاره د کار مناسب ځای نهلري.
مهتاب وویل: «په پلخمري ښار کې د ښځو لپاره ځانګړي شوي مارکېټ کې په کرایه د ځای نیولو توان نهلرم، اړ شوم په خپل کور کې نجونو ته د خیاطۍ ۳۰ ماشینونه ولګوم، که حکومت په ښار کې کارخونې لپاره د کرایې مرسته راسره وکړي غواړم زه هم مارکېټ کې ځای ولرم او لسګونو نورو نجونو ته چې هره ورځ راڅخه د کار تقاضا کوي، د کار زمینه برابره کړم.»
په همدې حال کې هغه نجونې چې د لاسي صنایعو په دغو کارخونو کې کار کوي، وايي، ښوونځي او پوهنتونونه یې پر مخ تړل شوي؛ ځکه اړ شوې دي چې اوس یوې بلې بوختیا ته مخه کړي.
د رویا په نوم یوه نجلۍ چې د پوهنتون د درېیم سمسټر محصله وه، وايي، لویه هیله یې د لوړو زدهکړو بشپړول وو، خو اوس چې اجازه نه ورکول کېږي، مجبوره ده خیاطي وکړي.
هغې وویل: «د دویم کال محصله وم چې پوهنتون ته له تلو منع شوو، خو که هر وخت د زدهکړو اجازه راکړل شي، لومړی زدهکړې بشپړوم بیا کار کوم، لوړې زدهکړې مې ارمان دی، باید ترسره یې کړم.»
خو بلخوا د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین وايي، وروسته له هغه چې حکومت په پلخمري ښار کې ښځینه سوداګرو او صنعتکارانو ته په یوه ځانګړي مارکېټ کې د کار اجازه ورکړه، ورسره سم په دغه ولایت کې د ښځينه صنعتکارانو شمېر ډېړ شو.
د یاد ریاست د هنر او ګرځندوی امر مولوي عزتمیر حقاني په دې اړه وویل: «په ټول بغلان کې شاوخوا ۲۵۰۰ نجونې د جامو ګنډلو، چرمهدوزۍ، غالۍ اوبدلو او د خوړو پخولو په ځانګړو هوټلونو کې پر کار بوختې دي چې د تېر کال یا څو میاشتو مخکې په پرتله یې شمېر ډېر شوی دی.»
هغه وايي، د دغه ولایت ځايي مسوولین هڅه کوي سوداګرو او صنعتکارو مېرمنو ته د کار مناسب چاپېریال برابر کړي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن