د کابل والي وایي چې د اسلامي امارت رهبري دې د کابل ښاریانو د څښاک اوبو او ځوانانو ته د کار پیدا کولو په موخه د لویو پروژو تطبیق ته جدي پاملرنه وکړي.
نن په کابل ښار کې د تېرو اوو ورځو په نسبت د نفتي توکو بیې ټیټې شوې خو د نورو لومړنیو خوراکي توکو بیو کې بدلون نه دی راغلی.
نن په کابل ښار کې د تېرو اوو ورځو په نسبت د قزاقي اوړو، هندۍ بورې او روسي سرو زرو بیې ټیټې شوې دي.
د کابل ښار په بېلابېلو سيمو کې د څه باندې اتيا ميليون افغانيو په لګښت ټولټال تر دوه کيلومتره ډېر سړکونه قير او ګټې اخيستنې ته وسپارل شول.
نن کابل ښار کې د ۷ ورځو مخکې په نسبت د افغانیو پر وړاندې د ډالرو د ټيټېدو ترڅنګ د نفتي توکو، سروزرو او د پاکستانۍ وریجو بیې ټيټې شوې دي، خو د هندي بورې بیه لوړه شوې ده.
د کابل ښاروالۍ وايي چې سبا د دغه ښار په ۲۲ ناحیو کې د ډبرو سکرو د وېش لړۍ پیلېږي او د کابل ښاریان کولای شي چې د یو ټن د ډبرو سکاره په ۹۰۰۰ افغانۍ ترلاسه کړي.
د کابل امنیه قومانداني وايي، د کابل ښار اتمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې یې پنځه کسان د دولتي تېلو او دوه نور د موټرو او بايسکلونو د غلا په تور نيولي دي.
د افغانستان د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو وزارت وايي، د کابل ښار په ۲۱مه ناحیه کې څه باندې ۳۷ زره ۳۲ جریبه ځمکه قانوني شوه.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ویلي چې له کابل ښاره دې سوالګر په بشپړ ډول ټول شي او له ارزونې وروسته دې بېسرپرسته مستحقو سوالګرو ته نغدي او د خوراکي توکو دوامداره مرستې ورکړل شي.
د تېرو اوو ورځو په نسبت نن کابل ښار کې د افغانیو پر وړاندې د امریکایي ډالرو د ارزښت د ټیټېدو ترڅنګ د قزاقي اوړو او سروزرو بیې لوړې شوې خو د پټرول او ډیزل بیې ټیټې شوې دي.
: د کابل ښار د اتلسمې حوزې اړونده سیمه کې دیوې چاودنې له امله دوه تنه مړه او ۹ نور ژوبل شوي دي.
د کابل ښاروالۍ وایي چې ټول اصناف، هټۍوال، د استوګنیزو او سوداګریزو ودانیو مالکان، موسسې او نور بنسټونه باید د لیکدړو «لوحو» په لیکلو کې له ملي او محلي اصطلاحاتو کار واخلي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP