د تېرې شنبې په پرتله نن په کابل ښار کې د پټرولو او اوبلن ګاز بیې ټیټې شوې، خو د بورې، ډېزلو او سرو زرو بیې لوړې شوې دي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد وایي، نن په کابل کې د همغږۍ د ګډې کمېټې په نوم د افغانستان او پاکستان ترمنځ ګډه غونډه کېږي.
په کابل کې د ازبېکستان سفیر د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست سره په لیدنه کې ویلي چې د افغانستان او ازبېكستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه ١,١ ميليارد ډالرو ته رسېدلې او راتلونکی کال به دغه کچه دوه ميليارد ډالرو ته لوړه شي.
د کابل ښار پنځمې ناحیې اړوند سیمه کې د ماشومانو پر سر شخړه کې یو کس وهل ډبول شوی او وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړې؛ امنیه قومانداني وایي، د پېښې عاملین نیول شوي دي.
د کابل ختیځ لور مسافروړونکو وسایطو ترمینل – چې نن یې کار پیل شو- پر ۷،۳ جریب ځمکه، د ۱۶۲ میلیون افغانیو په لګښت د ۱۸ میاشتو په موده کې جوړیږي.
نن کابل ښار کې د تېرې اونۍ په پرتله د سرو زرو او اوړو بیې لوړې شوې خو د نورو لومړنیو توکو بیو کې بدلون نه دی راغلی.
د ملي دفاع او کورنيو چارو وزارتونو سرپرستانو او د استخباراتو عمومي ريیس په کندهار کې د اسلامي امارت له مشرتابه سره ناسته کې د هېواد د امنيتي وضعيت په اړه راپور وړاندې کړ.
د کابل د پغمان ولسوالۍ په ارغندي سیمه کې پر ۹۱۴ جریبه ځمکه نن د یوه ترانسپورټي ترمنیل د جوړېدو چارې پيل شوې چې یو میلیارد او ۲۸۵ میلیونه افغانیو لګښت ورباندې کېږي.
د اوبو نړیوالې ورځې سره هممهاله د پلازمېنې کابل یو شمېر اوسېدونکي د ځمکې لاندې اوبو کچې پر ټیټېدو او د څښاک اوبو ته پر نه لاسرسي اندېښنه څرګندوي او له سرپرست حکومته غواړي چې د اوبو رسولو یو منظم سیسټم رامنځته کړي.
نن د تېر کال د همدې مودې په پرتله د اوړو او نفتي توکو بیې په ترتیب سره نږدې ۱۶ او نږدې ۸ سلنه ټیټې شوې دي، خو د مالیزیايي غوړیو او سرو زرو بیې په ترتیب سره نږدې ۱۹ او ۳۹ سلنه لوړوالی ښيي.
د اسلامي امارت ویاند وايي چې د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي محمدصادق خان په مشرۍ یو پلاوی کابل ته راغلی دی.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د امریکا له یوه پلاوي سره په لیدنه کې ویلي، دا مهمه ده چې دواړه هېوادونه پر دې وتوانېږي چې مسئلې د خبرو له لارې حل کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP