کابل (پژواک، ۳۰ وری ۱۴۰۴): د تېرې شنبې په پرتله نن په کابل ښار کې د پټرولو او اوبلن ګاز بیې ټیټې شوې، خو د بورې، ډېزلو او سرو زرو بیې لوړې شوې دي.
کابل ښار کې د خوراکي توکو د سوداګرو اتحادیې رییس زمري صافي پژواک خبري اژانس ته وویل چې د اوو ورځو مخکې په نسبت نن په عمده ډول د ۴۹ کیلوګرامه هندۍ بورې بیه له ۲۵۰۰ څخه ۲۵۵۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.
هغه زیاته کړه چې د کابل په بازارونو کې د بورې بیه د تقاضا لوړېد او د هغې د وارداتو کمېدو له امله لوړه شوې ده.
صافي وویل چې نن هم لکه تېره شنبې په عمده ډول د ۲۴ کیلوګرامه قزاقي اوړو بیه ۱۳۵۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۶۰۰ افغانۍ، یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۴۰۰ او یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۳۵۰ افغانیو پلورل کېږي.
د ځينو توکو پرچون او عمده بیې په یو شمېر مواردو کې لږ خو په ځینو کې بیا ډېر توپیر لري.
د کابل ښار په دهنباغ سیمه کې د خوراکي توکو یوه پرچون پلورونکي حامد صوفيزاده وویل، نن په پرچون ډول ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړه په ۱۴۰۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۶۵۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندۍ بوره په ۲۶۰۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړي په ۱۷۵۰ افغانۍ، یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۴۰۰ افغانۍ او یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۴۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.
د نفتي توکو بیې
د «احمدیار ګروپ» تېلو ټانک یوه کارکوونکي پژواک ته وویل چې د تېرې شنبې په پرتله نن د یو لېتر پټرول تېلو بیه له ۶۲ څخه ۶۱ افغانیو او د یو کیلوګرام اوبلن ګاز بیه له ۵۲ څخه ۵۰ افغانیو ته راټیټه شوې ده.
هغه زیاته کړه، د یادو توکو د بیو ټیټوالی په نړۍوالو بازارونو کې د هغو د بیو له ټیټېدو سره تړاو لري.
سرچینې وویل چې د تېرو اوو ورځو مخکې په پرتله په نړۍوالو بازارونو کې د ډېزل تېلو بیې لوړېدو له امله نن په کابل ښار کې هم د یو لېتر ډېزلو بیه له ۵۷ څخه ۵۸ افغانیو ته لوړې شوې ده.
د سرو زرو بیې
د کابل پر تیمورشاهي واټ د حاجي حامد صالحزاده زرګرۍ مالک محمدفواد وویل چې د ۷۵۰ عیار عربي سرو زرو بیه له ۵۹۰۰ څخه ۶۲۵۰ افغانیو او د یو ګرام ٥٨٥ عیار روسي سرو زرو بیه له ۴۸۰۰ څخه ۵۱۰۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.
د سرو زرو د پلورونکو په وینا، په کابل ښار کې د سرو زرو د بیو بدلون په نړۍوالو بازارونو کې د هغو د بیو له بدلون سره تړاو لري.
د اسعارو بیې
د کابل ښار په شهزاده سرای کې د «صداقت» صرافۍ مالک حاجي محمدحسین پژواک ته وویل چې نن (د وري ۳۰) د یوه امریکایي ډالر د پېر بیه ۷۱ اعشاریه ۵۰ افغانۍ ده او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۵۰ افغانیو بدلېږي.
دا په داسې حال کې ده د روان کال د وري میاشتې په ۲۳مه د یوه امریکايي ډالر د پېر بیه ۷۳ اعشاریه ۳۰ افغانۍ وه او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۵۵ افغانیو تبادله کېدې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP