د عمان د بهرنیو چارو وزیر له امیرخان متقي سره په لیدنه کې ویلي چې هېواد یې غواړي له افغانستان سره سیاسي، اقتصادي او سوداګریزې دوه اړخیزې اړیکې لا پیاوړې کړي.
له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ملي ادارې له یوې موسسې سره د څه باندې ۶۹۴ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو هوکړهلیک لاسلیک کړی دی.
د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دغه هېواد د استازو جرګې او سنا مجلس غړو ته د وینا پر مهال ویلي، په ۲۰۲۱ کال کې د کابل هوايي ډګر د خونړي بريد اصلي مسوول نیول شوی دی.
د کابل ښاروالۍ وايي، د ښار د ښکلا او زرغونتیا په موخه د شپږمې ناحیې د زرغون کمربند اړوند د مسلم په غونډۍ کې د ۱۲۸۰۰ مثمر او غیرمثمر نیالګيو کېنولو چارې پيل شوې.
ستره محکمه وایي، په کابل ولایت کې یې درېیو کسانو ته د نشهیي توکو د پېر او پلور په جرم تعزیري سزا ورکړه.
په افغانستان کې د اسلامي همکاریو سازمان عمومي رییس د کار او ټولنیزو چارو وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې ویلي، دغه سازمان پلان لري چې په نږدې راتلونکي په کابل کې د غالۍ اوبدلو یو مرکز پرانیزي.
کابل کې د یوه خبري اژانس د پرانیستغونډې ګډونوالو په هېواد کې له رسنيو او بيان ازادۍ پر ملاتړ ټينګار وکړ.
د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست وايي چې له پنجشېره کابل ته د اوبو لېږد پروژې د سروې او ډیزاین چارې بشپړې شوې دي او د بودجې او نورو اړینو امکاناتو په چمتو کېدو سره به یې په راتلونکي کې چارې هم پيل شي.
د افغانستان بانک اعلان کړی چې سبا ۲۰ میلیون امریکایي ډالر د داوطلبۍ له لارې لیلاموي.
ستره محکمه وایي، په کابل ولایت کې د دوو ښځو په ګډون څلورو کسانو ته تعزیزي سزا ورکړل شوه.
کابل کې د شهیدانو او معلولینو چاور وزارت اړوند د شهیدانو د ورثهوو او معلولینو د پالنې له مرکز څخه ۱۵۳ معلولین او یتیمان د لسو میاشتنیو فني او حرفوي زدهکړو له پروګرامه فارغ شول.
د کابل ښاروالي له لوري د هوا ککړتیا د مخنیوي په موخه نن له لسو کلپونو څخه د ۱۱۰ ورزشکارانو ترمنځ د «ژمني جام» په نوم د تکواندو سیالۍ پیل شوې چې دوه ورځې به دوام وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP