Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ټرمپ: په ۲۰۲۱ کال کې د کابل هوايي ډګر د برید عامل نیول شوی

کابل (پژواک، ۱۵ حوت ۱۴۰۳): د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دغه هېواد د استازو جرګې او سنا مجلس غړو ته د وینا پر مهال ویلي، په ۲۰۲۱ کال کې د کابل هوايي ډګر د خونړي بريد اصلي مسوول نیول شوی دی.

د امریکا غږ د راپور له مخې، د امريکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره ورځ د کانګرس په ودانۍ کې د استازو جرګې او د سنا مجلس غړو ته د وینا پر مهال ویلي: «ډېر خوښ يم چې په ۲۰۲۱ کال کې د کابل هوايي ډګر د خونړي بريد د اصلي مسوول نیول کېدل اعلانوم چې تازه نیول شوی؛ دغه کس همدا اوس امريکا ته پر لاره دی چې ژر به د امريکا د تېرې تورې له عدالت سره مخ شي.»

هغه د پاکستان له حکومته مننه کړې چې په بريد کې د ښکېل کس په نیولو کې یې له امریکا سره مرسته کړې ده.

ټرمپ په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.

د راپورونو له مخې، د ۱۴۰۰ کال د وږي په څلورمه د کابل هوایي ډګر په دروازه کې برید وشو چې په کې د ۱۳ امریکايي پوځيانو په ګډون شاوخوا۱۷۰ کسان ووژل شول او د ۱۵ امریکايي پوځيانو په ګډون تر ۱۵۰ ډېر نور ټپيان وو.

د راپورونو له مخې، د یاد بريد مسووليت داعش پر غاړه اخيستی و.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.