په کابل کې د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د فزیکي بیاځواکمنتیا مرکز کې یو شمېر معلولین له خپلو تجربو او زدهکړو په استفادې خپلو نورو همنوعو ته مصنوعي لاسونه، پښې او د بدن نور غړي جوړوي څو هغوی وکولای شي بېرته د ګرځېدو توان پیدا کړي.
د کابل ښاروالۍ په لومړي ځل د نیالګیو اېښودو ژمنی کمپاین پیل کړ چې په ترڅ کې به یې د ښار په بېلابېلو ساحو کې سل زره نیالګي کېښودل شي.
د تېر شنبې په پرتله نن کابل ښار کې د هندي بورې او اوبلن ګاز بیې لوړې شوې، خو د سرو زرو او ډیزل تېلو بیې ټیټې شوې دي.
د کابل په انتاني او افغان – جاپان روغتونونو کې د سل میلیون افغانیو په لګښت د سیټيسکن تشخیصیه څانګو لپاره د دوو ودانیو جوړولو چارې پیل شوې.
د کرکټ د اتلانو جام (چمپینز ټرافي) نن سهار له متحده عربي اماراتو کابل ته راوړل شوه چې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې به نندارې ته وړاندې شي.
د روسیې د ملي امنیت شورا عمومي منشي ویلي هېواد یې هڅه کوي چې افغانستان په شانګهای سازمان کې د ناظر غړي په توګه خپله څوکۍ بېرته ترلاسه کړي او دغهراز ډېر ژر به د افغانستان او روسیې ګډ سوداګریز فورم هم پرانیستل شي.
د کابل یو شمېر ښاریان د برېښنا پرچاویو له ډېرېدو شکایت لري او د دې ستونزې د حل غوښتنه کوي خو د برېښنا شرکت وايي، پر یوه مهالوېش کار روان دی چې له مخې به یې په منظم ډول ښاریانو ته برېښنا ووېشل شي.
د تېر شنبې په پرتله نن کابل ښار کې د قزاقي اوړو او مالیزیايي غوړو بیې ټیټې شوې خو د هندي بورې او سرو زرو بیې لوړې شوې دي.
د افغانستان د فوټسال ملي کمېټې مسوولین وایي، کابل کې د راتلونکې ډسمبر میاشتې په لومړۍ نېټه د دیارلس لوبډلو ترمنځ د فوټسال غورهلیګ سیالۍ پیلېږي.
نن په کابل کې د ۹۷۰ میلیونه افغانیو په پانګونې سره د کمپلو یوې تولیدي فابریکې کار پیل کړ. دغه فابریکه به دا مهال په ورځني ډول د دوو زرو او په راتلونکي کې د پنځو زرو کمپلو د تولید وړتیا ولري.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون وایي، کابل کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ساحلي فوټبال غورهلیګ سیالۍ پیل شوې چې دوه اونۍ به دوام وکړي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې د قطر هېواد د طبي مرستو یو بسته کابل ته راورسېده.