د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې د قطر هېواد د طبي مرستو یو بسته کابل ته راورسېده.
نن کابل کې د اوبو اړوند د یوه علمي – څېړنیز سمینار ګډونوالو د اوبو پر مدیریت، سپما او دې برخه کې د سترو تاسیساتو پر جوړېدو ټینګار وکړ ویې ویل چې دغه برخه کې ښه مدیریت کولای شي سیمهییزې اقتصادي همکارۍ لا پياوړې کړي.
د کابل ښاروالۍ په تېرو درېیو کلنو کې د بشپړو شوو پروژو عکسونو لپاره د کابل ښار په زرنګار پارک کې د «کابل نوی انځور» په نوم نندارتون جوړ کړی چې درې ورځې به پرانیستی وي.
د کورنیو چارو وزارت وايي، د نشهیي توکو سلګونه روږدي له درملنې او مسلکي زدهکړو له ترلاسه کولو وروسته خپلو کورنیو ته وسپارل شول.
امنيتي چارواکي وايي چې په کابل ښار کې د نشهيي توکو د پلور، قاچاق او کارولو په تور ۱۳ کسان نیول شوي، دغه راز هرات کې یو کس د قتل په تور نیول شوی دی.
د ننګرهار د امنيه قومانداني مسوولین وايي، د جلالاباد ښار له واټونو څخه يې لسګونه روږدي کسان راټول او د درملنې لپاره يې پلازمېنې کابل ته ولېږدول.
نن په کابل ښار کې د تېرې شنبې په پرتله د قزاقي اوړو، هندي بورې او مالیزیايي غوړیو بیې ټیټې شوې خو د نورو لومړنیو توکو بیو کې کوم بدلون نه دی راغلی.
د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې په هېواد کې د کرکټ لوبې د لا پرمختګ لپاره یې ۳۰ لومړۍ درجه روزنکو ته دویمه درجه روزنیز کورس پیل کړی دی.
نن په کابل ښار کې د تېرې شنبې په پرتله د قزاقي اوړو، هندي بورې، مالیزیایي غوړيو او سرو زور بیې لوړې شوې دي.
د افغانستان د لوړو زدهکړو وزارت وايي، د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند د کابل علياباد تدریسي روغتون کې د ۱۷ میلیون افغانیو په لګښت د یوې درې پوړیزې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې.
د کابل ښار اتمه ناحیه کې د فرعي سړکونو او کوڅو جوړولو شپږ پروژې د ۴۷ میلیون افغانیو په لګښت بشپړې شوې.
د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي چې تېره میزان میاشت په کابل ښار کې د زېږون څه باندې ۱۶ زره کارتونه وېشل شوي او له ۲۶ زره ډېرو کسانو ته د تذکرو د اصلاح او تایید خدمتونه وړاندې شوي دي.