Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کابل کې د کرکټ روزونکو ته دویمه درجه روزنیز کورس پیل شو

کابل کې د کرکټ روزونکو ته دویمه درجه روزنیز کورس پیل شو

author avatar
2 Nov 2024 - 13:32
کابل کې د کرکټ روزونکو ته دویمه درجه روزنیز کورس پیل شو
author avatar
2 Nov 2024 - 13:32

کابل (پژواک، ۱۲ لړم ۱۴۰۳): د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې په هېواد کې د کرکټ لوبې د لا پرمختګ لپاره یې ۳۰ لومړۍ درجه روزنکو ته دویمه درجه روزنیز کورس پیل کړی دی.

د افغانستان کرکټ بورډ پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي، د ظرفیت لوړونې څانګې نن د نومبر میاشتې په دویمه د دویمې درجې روزنیز کورس پیل کړ چې د شپږو ورځو لپاره به د روانې نومبر میاشتې تر ۷مې پورې به دوام وکړي.

کرکټ بورډ ویلي، په دې روزنیز کورس کې ۳۰ د لومړۍ درجې روزونکي ګډون لري چې د افغانستان کرکټ بورډ لومړۍ درجه قراردادي روزونکي او نور هغه روزونکي په کې شامل دي چې په ټولو اعلان شوو معیارونو برابر وو او په ازموینه کې یې له نورو ډېرې نمرې اخیستې وې.

سرچینې زیاته کړې، د دغه کورس د ښوونکي په توګه، د کرکټ نړۍوالې شورا څلورمې درجې روزونکی او د دویمې درجې روزنیزو کورسونو ښوونکی، تیمور اعظم ټاکل شوی دی.

اعظم د کرکټ نړۍوالې او اسیایي شورا په ګڼ شمېر روزنیزو ورکشاپونو کې د ښوونکي په توګه دنده ترسره کړې او په دې برخه کې پراخه تجربه لري.

کرکټ بورډ وایي، دا روزنیز ورکشاپ د لومړۍ درجې روزونکو د علمي ودې او تخنیکي ظرفیت لوړونې او په هېواد کې د کرکټ لوبې د لا زیات پرمختګ په موخه ترسره کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د روان کال د وږي په ۲۲مه دوولس افغان روزونکي د کرکټ نړۍوالې شورا په درېیمه درجه روزنیز کورس کې بریالي شوې وو.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.