چارواکو کابل کې د کرنیزو محصولاتو نندارتون د پرانیستې مراسمو کې د کرنې پر میکانیزه کولو او د کورنیو تولیداتو پر دودولو ټینګار وکړ او ژمنه یې وکړه چې په دې برخه کې پانګوالو ته اړینې اسانتیاوې برابروي.
د کابل امنیه قومانداني وايي، د کابل ښار دشت برچي سیمې د «بهار سراب» مارکېټ پارکینګ کې چاودنه شوې چې له امله یې درې موټر ویجاړ شوي دي.
د کونړ کرنې ریاست وايي، د رییسالوزرا د حکم له مخې یې د یوې میاشتې لپاره له دغه ولایته کابل ته د سون لرګیو د انتقال اجازه ورکړې ده.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، د کابل هوایي ډګر کې یو ځل بیا راستنېدونکو کډوالو ته د دغه وزارت او کډوالۍ نړۍوال سازمان په همکارۍ د ښه راغلاست دفتر پرانیستل شو.
په کابل کې د ترکیې سفارت شارژدافیر په هرات کې د دغه هېواد له میشت سرقنسول سره په ګډه د دغه ولایت له زلزلهځپلو سیمو لیدنه وکړه او سلګونو زیانمنو شوو کورنیو ته یې د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرستې وېشلې دي.
د څلور میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت ۶۰ ټنه جلغوزي له پلازمېنې کابل څخه چین ته صادر شول.
کابل ولایت مقام د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سره په همغږۍ په پلازمېنې کابل کې له قومونو سره د یووالي او همغږۍ یوه لویه غونډه جوړوي.
د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، له یوه قراردادي شرکت سره یې کابل ته ډبرو سکرو د پلور او انتقال هوکړهلیک لاسلیک کړی چې له مخې به یې د ښار په ځانګړو شوو سیمو کې یو ټن د ډبرو سکاره په نهه زره افغاني وپلورل شي.
د کابل ښاروالۍ له لوري د څلورمې ناحیې اړوند له هنګرها څلورلارې څخه د تایمني پروژې تر پنځم سړک د سلطان محمود غزنوي سړک د فرعي لیکو جوړولو چارې پیل شوې.
د افغانستان بانک سبا (د تلې ۱۱مه) ۱۴ میلیون امریکایي ډالر د داوطلبۍ له لارې لیلاموي.
په کابل کې د ۲۱ ولایتونو د ۷۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو لومړی پړاو ملي لوبډلو لپاره ټاکنیزې سیالۍ پیل شوې چې اته ورځې به دوام وکړي.
د کابل په سروبی ولسوالۍ کې د ۷۰۰ میلیون افغانیو په لګښت د نږدې لس میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید سیسټم لګولو پروژې چارې پیل شوې.