. . .
کابل (پژواک، ۲۵ وږی ۱۴۰۲): د کابل امنیې قوماندانۍ د ۹ موټرو د غلا په تور د اتو کسانو له نیول کېدو خبر ورکړی او
نن کابل ښار کې د تېرو اووه ورځو په پرتله د وریجو او مالیزیایي غوړیو بیې ټیټې خو د هندي بورې، قزاقي اوړو او نفتي توکو بیې لوړې شوې دي.
پوليس وايي، کابل ښار کې یې هغه مېرمن له بنده ژغورلې چې له تېرو ۲۵ کلونو راهيسې د خپلو وروڼو له خوا په يوه خونه کې بندي ساتل کېده.
کورنیو چارو وزارت وايي، امنیتي ځواکونو کابل ښار کې د یوه تښتول شوي کس د ژغورنې عملیاتو کې څلور انسان تښتوونکي وژلي خو تښتول شوی کس د تښتوونکو له خوا مخکې وژل شوی و.
د کابل امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په کلکان ولسوالۍ کې یو ماشوم د انسانتښتوونکو له منګولو ژغورل شوی او درې کسان په دې تړاو نیول شوي دي.
د کابل امنیه قومانداني وایي، په یوه کال کې یې کابل کې تر سل ډېرې سپکې وسلې، د موټرو یو شمېر جیمرونه، ۲۰۰۰ زرهي تختې او نور پوځي توکي ترلاسه کړي دي.
د کابل ښار د تعلیمي او تخنیکي انسټیټوټونو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالیو پایلوبه ترسره شوه چې د صنایعو او ښکلو هنرونو انسټیټیوټونو لوبډلې اتلولي خپله کړه.
د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې د راتلونکي پنځوس اوریز نړۍوالو سیالیو جام نن کابل ته راوړل شو.
کابل ښاروالي وایي، د حشمت خلیل کرزي کورنۍ یو زمری، یو شترمرغ، ۱۶ چینايي هیلۍ، دوه زاڼې او دوه تیتر د کابل ژوبڼ ته ډالۍ کړل.