ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې د بیات بنسټ په مرسته جوړ شوی د مور او ماشوم ځانګړی روغتون پرانیستل شو

کابل کې د بیات بنسټ په مرسته جوړ شوی د مور او ماشوم ځانګړی روغتون پرانیستل شو

author avatar
10 Sep 2023 - 23:50
کابل کې د بیات بنسټ په مرسته جوړ شوی د مور او ماشوم ځانګړی روغتون پرانیستل شو
author avatar
10 Sep 2023 - 23:50

[restrict paid=”true”]

کابل (پژواک، ۱۹ وږی ۱۴۰۲): په کابل کې د اندراګاندي د ماشومانو د درملنې روغتون په ودانۍ کې د ۲۹۶ ميلیونو افغانيو په لګښت د «مور او ماشوم» ځانګړې ځانګه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د دغه روغتون د پرانیستلو پرمهال د ریاست الوزرا اداري مرستیال، مولوي عبدالسلام حنفي د عامې روغتیا وزارت سرپرست، ډاکټر قلندر عباد، د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت سرپرست، مولوي نجیب الله حقاني د بیات بنسټ رئیس، ډاکټر احسان الله بیات او د بېلابېلو ادارو د استازو ګډون کړي وو.

د پژواک د یو راپور له مخې، ددې څانګې د جوړولو چارې په ۱۳۹۷ لمریز کال کې د “ بیات بنسټ“ په مالي همکارۍ پیل او نن د وږي په ۱۹مه، ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د مسوولینو په وینا، دا روغتون په څلورو پوړو کې جوړ شوی ، ۸۴ بسترې لري، چې ۶۰ یې د میندو او ۲۴ نور یې د ماشومانو لپاره ځانګړې شوې دي.

د بیات بنسټ مشر ډاکتر احسان الله بیات ددغه روغتون د پرانستلو مراسمو کې وویل چې دلته د نسایي ولادي، الټراساونډ (تلویزیوني معاینات) او جراحۍ برخو کې فعالیت کېږي او پرمختللي او او عصري وسایل پکې ځای پر ځای شوې دي.

هغه زیاته کړه چې پر دې روغتون ۲۹۶ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی ، ۹۰ سلنه یې چارې بشپړې شوې او او ځینې ماشینونه یې لا نه دي رسیدلي او ښایي چې د ۸۰ میلیونو افغانیو نور کار هم پکې وشي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال، مولوي عبدالسلام حنفي د دغه روغتون د جوړېدو له امله له ډاکټر احسان الله بیات څخه مننه وکړه او ویې ویل، اوس د بل هر وخت په پرتله په هېواد کې دننه ټولو افغانانو ته دا زمینه برابره شوې چې بېرته خپل هېواد ته ستانه شي او د هېوادوالو د خدمت جوګه و ګرځي.

ورته مهال د عامې ورغتیا وزارت سرپرست ډاکټر قلندرعباد د دغه روغتون جوړېدل په هېواد کې د میندو او ماشومانو د مړینې د کچې د کمولو په برخه کې یو اغېزمن ګام وباله او د بیات له دغه اقدام څخه یې مننه او قدردانی وکړ.

ډاکتر عباد د مور او ماشوم د مړینې د کچې د راټيټولو، معیاري روغتیايي خدمتونو ته د ټولو هېوادوالو د لاسرسي، د هېواد په سپینو سیمو او ولسوالیو کې د روغتونونو او روغتیايي مرکزونو د جوړولو په اړه د افغانستان اسلامي امارت او د عامې روغتیا وزارت د تعهد او ژمنتیا په اړه ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړل.

نوموړي د مسلکي او متخصصو کسانو ګومارل د لومړنیو، ثانوي او ثالثي روغتیايي خدمتونو د کیفیت ښه والي د روغتیايي کارکوونکو لپاره د زده کړو د زمینې برابرول، د لنډ مهاله او اوږدمهاله کړنلارو او ستراتیژیک پلانونو جوړول د روغتونونو ارتقاء له هغه مواردو څخه دي چې عملاً کار پرې روان دی.

[/restrict]

Views: 57

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.