ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پولیسو کابل کې تر سل ډېرې سپکې وسلې او نور پوځي تجهیزات ترلاسه کړي

پولیسو کابل کې تر سل ډېرې سپکې وسلې او نور پوځي تجهیزات ترلاسه کړي

author avatar
10 Sep 2023 - 11:04
پولیسو کابل کې تر سل ډېرې سپکې وسلې او نور پوځي تجهیزات ترلاسه کړي
author avatar
10 Sep 2023 - 11:04

کابل (پژواک، ۱۹ وږی ۱۴۰۲): د کابل امنیه قومانداني وایي، په یوه کال کې یې کابل کې تر سل ډېرې سپکې وسلې، د موټرو یو شمېر جیمرونه، ۲۰۰۰ زرهي تختې او نور پوځي توکي ترلاسه کړي دي.

د امنیې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغو پوځي تجهیزاتو په تړاو یې ۷۴ کسان هم نیولي دي.

سرچینه زیاتوي چې له ترهګرۍ سره د مبارزې مدیریت د تېر یوه کال بېلابېلو اوپراتیفي عملیاتو پر مهال په ترلاسه شوو وسلو او تجهیزاتو کې ۲۱ کلاشینکوفونه، ۸۳ تومانچې، ۱۵بمونه، ۱۳۰ د راکټ مرمۍ او پټاقۍ، ۱۶ د ماین پاکۍ الې، سلګونه شاژورونه، د موټرو جېمرونه، ۱۶ دوربینونه، ۲۰۰ ولچکونه، څه باندې ۲۰۰۰ د بېلابېلو وسلو مرمۍ، شاوخوا ۲۰۰۰ زرهي تختې او ځیني نور وسایل شامل دي.

Views: 49

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.