د کابل امنیه قومانداني وایي، پولیسو د کابل ښار پنځمې امنيتي حوزې په مربوطاتو کې يو کس له ۵۸ کیلوګرامه چرسو سره نیولی دی.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسوولین وایي، په کابل کې درملنه شوو روږدو ته په «اغوش» کمپلېکس کې د فني او حرفوي زدهکړو زمینه برابره شوې ده.
د المپیک ملي کمېټه وایي، د جوجیتسو پنځم پړاو ټاکنیزې سیالۍ د کابل په اتلولۍ پای ته ورسېدې چې په کې د ملي لوبډلې لپاره ۶۶ غوره ورزشکاران وټاکل شول.
د کابل امنیه قومانداني وایي، هغه کس یې نیولی چې په بازار کې به یې په پټه د ښځو انځورونه اخیستل او بیا به یې په خپلو ټولنیزو پاڼو کې خپرول.
د ایران بهرنیو چارو وزارت وایي چې د افغانستان بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي د دغه هېواد بهرنیو چارو وزیر ته کابل ته د سفر بلنه ورکړې ده.
امنیتي ځواکونو، کابل کې دوه تنه د امنیتي کسانو له نومه د استفادې، درې کسان د غلا او د دوو ښځو په ګډون پنځه کسان له یو صرافه په دوکه د ۲۰ زره ډالرو غوښتنې په تور نیولي دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت، د ازبکستان د پانګونې، صنعت او سوداګرۍ وزارت د لومړي مرستیال ناظمجان خالمرادوف په مشرۍ کابل ته د دغه هېواد د ۳۰ کسیز سوداګریز پلاوي له را رسېدو خبر ورکوي.
د افغانستان مرکزي بانک اعلان کړی چې سبا (یکشنبه) ۱۴ میلیون امریکایي ډالر د لیلام په ډول پلوري.
د کابل امنیه قومانداني وایي، کابل ښار کې یې د «غلو دوه مشهورې ډلې» چې د وسلو په زور به یې غلاوې کولې، نیولې دي.
د اوبو او برېښنا وزارت وايي چې له يوه خصوصي شرکت سره یې د کابل په ترهخېلو سیمه کې د ۱۰ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید لپاره د یوې پروژې تړون لاسلیک کړ.
کابل (پژواک، د وږي لومړۍ نېټه ۱۴۰۲): د المپیک ملي کمېټه وایي، کابل کې نن د ۱۴۰ ورزشکارانو په ګډون د پهلوانۍ سیالۍ پیل شوې
د ایران تسنیم خبري اژانس لیکلي، د دې رسنۍ یو فوټو خبریال محمدحسین ولایتي په کابل کې د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوی، خو اسلامي امارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.