ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې پولیسو د موټرو د غلا په تور اته کسان نیولي

کابل کې پولیسو د موټرو د غلا په تور اته کسان نیولي

author avatar
16 Sep 2023 - 17:50
کابل کې پولیسو د موټرو د غلا په تور اته کسان نیولي
author avatar
16 Sep 2023 - 17:50

کابل (پژواک، ۲۵ وږی ۱۴۰۲): د کابل امنیې قوماندانۍ د ۹ موټرو د غلا په تور د اتو کسانو له نیول کېدو خبر ورکړی او له هغو کسانو چې موټر یې غلا شوي، غوښتل شوي چې د کابل ښار پنځلسمې حوزې ته مراجعه وکړي.

د کابل امنیې قوماندانۍ نن پر خپله اېکس‌پاڼه د یو ویډیو کلیپ په خپرولو سره لیکلي: «دغه غله چې ۸ کسان دي، د کابل ښار له بېلابېلو سیمو یې ۹ موټر غلا کړي وو چې د پولیسو د پرله پسې هڅو وروسته بالفعل ونیول شول.»

دغه ویډیو کلیپ کې راغلي چې درې غلا شوي موټر یې مالکانو ته ورسپارل شوي خو تر اوسه د ۶  نورو موټرو مالکان نه دي پیدا شوي.

د کابل امنیې قوماندانۍ له هغو خلکو چې موټر یې په کابل ښار غلا شوي غوښتي چې د کابل ښار ۱۵ امنیتي حوزې ته مراجعه وکړي.

د ۱۵مې حوزې د کشف آمر قاري عزت‌الله په دغه ویډیو کلیپ کې ویلي: «د میوند په نوم یو کس چې په اسلام الدین مشهور دی د کابل ښار له بېلابېلو ناحیو موټر غلا کول او د پلور لپاره به یې بلخ او کاپیسا ولایتونو ته لېږدول.»

نوموړي زیاته کړه چې په دې تړاو اسلام‌الدین او ۷ نور ملګري یې نیول شوي، کوم موټر چې کاپیسا ته لېږدول شوي و، د هماغه ولایت د مسوولینو له لوري کابل ته منتقل شوي ډي.

د هغه په خبره، د نیول شوو کسانو دوسیه ترتیب او جنایي تحقیقاتو ته لېږدول شوې ده.

نیول شوي کسان

دغه ویډیو کلیپ کې یو کس چې ځان حامد معرفي کوي وایي: «دوه غلا شوي موټر مې انتقالول یو مې کاپیسا ته رسولی او غوښتل مې چې دویم یې انتقال کړم چې د ۱۵مې حوزې د مجاهدینو له خوا ونیول شوم.»

یو بل کس چې ځان اسلام‌الدین معرفي کوي وایي: «غلا شوي موټر مې له ګل‌رسول څخه اخیستل او مزار ته مې لېږدول او پلورل مې چې د مجاهدینو له خوا ونیول شوم.»

هغه کسان چې خپل ورک شوي موټر یې بېرته ترلاسه کړي You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.