د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي د برېښنا له دوامدارې پرچاویو شکایت لري او د دې ستونزې د بنسټیز حل غوښتنه کوي؛ بلخوا، پوهان او د برېښنا شرکت مسوولین د دغه وضعیت اساسي لاملونه د برېښنا کمښت او هغې ته د خلکو د تقاضا ډېرېدل بولي.
کابل ښار کې د اسرار پارسا په نوم یوه نجلۍ چې په دوه کلنۍ کې ګوزڼ وهلې او کیڼه پښه یې فلج ده، په لېوالتیا او قوي اراده د مصنوعي ځیرکتیا اړوند پر څو پروژو کار کوي او هیله لري څو د نوښتونو او ټکنالوجۍ برخې نړۍوالو سیالیو کې ګډون وکړي.
د کورنیو چارو وزارت وایي، د کابل ښار پنځلسمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې یو شمېر لرغوني اثار کشف او ترلاسه شول او په تړاو یې یو کس نیول شوی دی.
شپږ سوه افغان سوداګر، د کابل ښار د ۲۲مې ناحيې اړوند سيمه کې د ۸۰۰ میلیون افغانیو په لګښت پر ۴۰۰ جریب ځمکه سوداګریز ښارګوټی جوړوي.
یو شمېر پاکستاني ګرځندویان چې په موټرسایکلونو کابل ته راغلي او غواړي وروسته تاجکستان او اوزبېکستان ته ولاړ شي، وايي، دوی دغه سفر په دې موخه ترسره کوي څو ګاونډیو اسلامي هېوادونو ته د امن او ورورولۍ پیغام یوسي.
کابل ښار کې د شکریې شمس په نوم یوې مېرمنې چې د خیاطۍ یوې کارګاه په جوړولو یې نه یوازې د خپلې کورنۍ په اقتصاد کې ونډه اخیستې، بلکې لسګونو نورو ښځو او نجونو ته یې هم د کار زمینه برابره کړې ده؛ هغه له اسلامي امارته غواړي چې له کورنیو تولیداتو د ملاتړ لپاره له بهره د جامو واردات کم کړي.
نن په کابل ښار کې د تېرو اوو ورځو په پرتله د بورې او تور چای بیې ټیټې خو د غوړیو، پټرولو او اوبلن ګاز بیې لوړې شوې دي.
ستره محکمه وایي، د کابل ولایت د میربچهکوټ ولسوالۍ او د نشهيي توکو او مسکراتو د مخنيوي لومړنۍ محکمو له خوا ۱۳ مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه.
د کابل په استالف ولسوالۍ کې د اته میلیون امریکایي ډالرو په پانګونه د ممیزو د پروسس یوه کارخونه پرانیستل شوه چې په کلني ډول د لس زره ټنه ممیزو د پروسس وړتیا لري.
په کابل ښار کې د ۱۶۹ میلیون افغانیو په لګښت جوړه شوې د څښاک پاکو اوبو یوه شبکه – چې ۶۲۰۰ کورنۍ تر خپل پوښښ لاندې راولي- ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر فیلیپو ګرانډي د افغان کډوالو ستونزو ته د رسېدنې په موخه نن سهار کابل ته را ورسېد.
د شپږیزه کرکټ لیګ لسم پړاو سیالۍ نن د پنځو لوبډلو په ګډون په کابل کې پیل شوې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP