Language

کابل کې یو شمېر لرغوني اثار ترلاسه شول

کابل (پژواک، ۱۴ زمری ۱۴۰۴): د کورنیو چارو وزارت وایي، د کابل ښار پنځلسمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې یو شمېر لرغوني اثار کشف او ترلاسه شول او په تړاو یې یو کس نیول شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، په ترلاسه شوو اثارو کې لرغوني فلزي او کاشي توکي، زړې نقاشۍ او د مجسمو برخې شاملې دي.

سرچینې لیکلي چې په دې تړاو یو کس نیول شوی او ترلاسه شوي لرغوني اثار د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته سپارل شوي دي.

یاد وزارت لیکلي، ژمن دي چې د هېواد د تاریخي او فرهنګي میراثونو د ساتنې په برخه کې خپلې امنیتي او کشفي هڅې لا پیاوړې کړي.