منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۵۳ غ.م
۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

کابل کې ۱۳ کسانو ته تعزیزي سزا ورکړل شوه

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۲۸ کتنې

کابل (پژواک، ۹ زمری ۱۴۰۴): ستره محکمه وایي، د کابل ولایت د میربچه‌کوټ ولسوالۍ او د نشه‌يي توکو او مسکراتو د مخنيوي لومړنۍ محکمو له خوا ۱۳ مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه.

د سترې محکمې خبرپاڼه کې راغلي چې د کابل مرافعه محکمې اړوند د میربچه‌کوټ او د نشه‌يي توکو او مسکراتو د مخنيوي ابتدائیه محکمو له خوا دیارلس کسانو ته د قماربازۍ، د «ذيکپ» ټابلېټونو، هيرویینو او چرسو د پلور او قاچاق په جرمونو تعزیري سزاګانې ورکړل شوې.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، ابتدائیه محاکمو شپږ مجرمين له ۱۵ څخه تر ۳۰ دُرو او اووه مجرمين پر يو کال او اته میاشتې تنفيذي بند او له ۱۰ څخه تر ۲۵ دُرو تعزیري سزا محکوم کړي وو.