Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
کونړ کې مسوولین وايي، د دغه ولایت په مرکز او اوو ولسوالیو کې د ملګرو ملتونو کډوالۍ سازمان (یواېناېچسيار) په مالي ملاتړ زرو کسانو ته د پيسو په بدل کې د یوې میاشتې لپاره د کار زمینه برابره شوه.
د لغمان حکومتي مسوولين وایي، د دغه ولایت په الیشنګ ولسوالۍ د ٤٥٠ ميليون افغانيو په لګښت يو شمېر پروژې پيل شوې چې په ترڅ کې يې ٢٤ زره کسانو ته د کار زمينه هم برابره شوې ده.
د هلمند ولایت مسوولین وايي، د خوړو نړۍوال پروګرام له خوا د لښکرګاه ښاروالۍ په چوکاټ کې ۳۱۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
د مخکیني حکومت له پرځېدو وروسته بېوزلو خلکو ته د بشري مرستو وېش پروګرام پیلېدل د دې ترڅنګ چې له لوږې د بېوزلو کورنیو د ژغورلو لامل شوی، د نیمروز ځايي سرچینو په وینا، ورسره زرګونو کسانو ته د لنډمهاله کار زمینه هم برابره شوې ده.
. . .
د بامیان ځایي مسوولین وایي، د کلیوالي پراختیايي پروژو له لارې د دغه ولایت زرګونه اوسېدونکو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
ملګرو ملتونو ویلي، د افغانستان سرپرست حکومت له خوا د دوی په ادارو کې پر ښځینه کارکوونکو له بندیز سره که څه هم د مرستو کچه ټیټه شوې، خو دوی د ننګونو په شتون کې بیا هم نه شي کولی چې له تعامله لاس واخلي.
د نیمروز د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست وايي، د دغه ولایت ۴۰ زره اوسېدونکو ته د «معیشتي او ټولنیز ملاټر» پروژې له لارې د کار زمینه برابره شوې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP