زرنج (پژواک، ۷ غبرګولی ۱۴۰۲): د مخکیني حکومت له پرځېدو وروسته بېوزلو خلکو ته د بشري مرستو وېش پروګرام پیلېدل د دې ترڅنګ چې له لوږې د بېوزلو کورنیو د ژغورلو لامل شوی، د نیمروز ځايي سرچینو په وینا، ورسره زرګونو کسانو ته د لنډمهاله کار زمینه هم برابره شوې ده.
د ۱۴۰۰ کال په زمري میاشت کې د مخکیني سیاسي نظام له پرځېدو وروسته نړۍوالې مرستې بندې شوې، د افغانستان شاوخوا ۹ میلیارد ډالر شتمني د امریکا له لوري کنګل شوه چې په پایله کې یې بېوزلي او بېکاري ډېره شوه، خو نړۍوالې ټولنې د بشري ناورین مخینوي په موخه بشري مرستې پیل کړې.
د نیمروز ولایت د مسوولینو په وینا، د دغه پروګرام له لارې زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
د نیمروز د کلیو پراختیا او بیارغونې رییس ملا محمدحق بشیر پژواک خبري اژانس ته وویل، د روان کال د وري میاشتې له پیل راهیسې د دغه ولایت ۴۰ زره اوسېدونکو ته په مرکز زرنج او خاشرود او دلارام ولسوالیو کې د دغو موسسو له لارې د یوهنیم کال مودې لپاره د کار زمینه برابره شوې ده.
د هغه په وینا، د نیمروز له ۴۰ زره ډېرو اوسېدونکو ته د «ټولنیز او معیشتي ملاتړ» پروګرام په پیلېدو سره –چې د دغه ولایت په درېیو اداري واحدونو کې پلي کېږي- د کار زمینه برابره شوې ده.
هغه زیاته کړه، یاده پروژه د ۶۴۰ میلیون ۳۲۵ زره افغانیو په ارزښت د بهزیستي تحرک (موف) موسسې له خوا له یاد ریاست سره په همغږۍ، په زرنج ښار او خاشرود او دلارام ولسوالیو کې پلې کېږي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، د «ټولنیز او معیشتي حمایت» پروژه د زرنج ښار او خاشرود او دلارام ولسوالیو اوسېدونکو ته د کاري زمینې برابرولو په موخه پر سړکونو د جغل اچونې او ویالو او کانالونو پاکولو برخو کې پیل شوې چې تر ۱۸ میاشتو به دوام لري.
هغه زیاته کړه، د یادې پروژې له پيل سره د زرنج ښار او خاشرود او دلارام ولسوالیو په ۳۴۳ کلیو کې ۴۰ زره ۹۳۱ کسانو ته د «کار د پیسو په بدل کې» کاري زمینه برابره شوې شوې ده.
هغه د دغه ډول شرایطو برابرېدل اغېزناک بولي او وايي، بشري مرستو د ولسوالۍ ډېری خلکو ته چې تل له بېکارۍ سره لاس او ګرېوان وو، د پیسو په بدل کې د کار زمینه برابره کړې، څو خلک په ایران کې د کار کولو پر ځای په خپل هېواد کې خدمت وکړي.
سرچینه د ځوانانو د کډوالېدو اصلي لامل بېکاري بولي او له نورو موسسو هم غوښته کوي چې ځوانانو ته د کار زمینې په برابرولو سره د کډوالۍ مخه ونیسي، څو وکولای شي په خپل هېواد کې خپلو خلکو ته خدمت وکړي او ګاونډیو هېوادونو ته کډوال نه شي.
هغه هېوادوال چې د یاد پروګرام له لارې پر کار بوخت شوي، خوښ دي.
د نیمروز ولایت د خاشرود ولسوالۍ یو اوسېدونکی محمد سلیمان نورزی چې یوه میاشت وړاندې د «ټولنیز او معیشتي ملاتړ» پرواګرام له خوا پر کار ګومارل شوی وايي، د خپلې شپږ کسېزې کورنۍ د نفقې برابرولو مسوولیت لري، له دغه پروګرام وړاندې وزګار و او په سختۍ یې د کورنۍ لګښتونه پوره کول.
هغه وویل، که په دغه کار کې ګومارل شوی نه وای نو اړ و چې ایران ته ولاړ شي.
نوموړي زیاته کړه: «اوس چې بشري مرستو موږ ته د کار زمینه برابره کړې، باید زیار وباسو، خوله تویه کړو څو حلاله ډوډۍ لاسته راوړو او خپل کور ته یې یوسو.»
د خاشرود ولسوالۍ یو قومي مشر عبدالله، بېکاري یو عمده ستونزه بولي او وايي، ځوانان له کلونو راهیسې د بېوزلۍ او بېکارۍ له امله د غیرقانوني کډوالۍ، روږدیتوب او نورو ننګونو په ګډون له سلګونه ستونزو سره مخ وو، خو اوس د یادې پروژې له لوري ګڼ شمېر ځوانانو ته لنډمهاله کاري زمینه برابره شوه. هغه زیاته کړه: «د نورزیانو په کلي کې سلګونه کسان د دوامداره کار څښتنان شوي دي، د بشري مرستو پروژې (کار د پیسو په بدل کې) ډېرو خلکو ته د کار زمینه برابره کړې او دا موضوع د خلکو پر اقتصاد او د امنیت پر تامینیدو هم ډېر مثبت اغېز لري، بناء بشري مرستې د ولسوالیو محرومو خلکو ته ډېره ګټه لري.»
د نیمروز د دلارام ولسوالۍ اوسېدونکي امانالله وویل: «یو کال کېږي چې په کار پسې سرګردانه وم، خو ومې نشو کړای چې کار پيدا کړم، څو چې د بشري مرستو له لوري د ښه او ثابت کار خاوند شوم.»
هغه چې د خپلې ۷ کسیزې کورنۍ سرپرستي پر غاړه لري وویل : «اوس چې کله د شپې ویده کېږم نو د کار او غریبۍ اندېښنه نه لرم چې سبا به څنګه د کورنۍ د ډوډۍ پيسې پیدا کوم، یا یې له کوم ځای څخه راوړم، د ماشومانو ځواب ورکړم، اوس مې زړه ټول دی چې سهار د ویالو پاکولو کار ته ځم او د شپې بېرته راستنېږم، بشري مرستې ډېرې اغېزناکې تمامې شوې هم خلکو ته او هم د ولسوالیو لپاره.»
د یاد ولایت د چخانسور ولسوالۍ اوسېدونکي کریم بلوچ وویل، بېکاري او بېوزلي اوسنۍ ستونزه نه ده، بلکې د جګړې او وچکالۍ له امله له ډېرو کلونو راهیسې پر ځای پاتې ده.
هغه چې له درېیو کلونو راهیسې له اقتصادي ستونزو ځورېږي زیاته کړه: «اوس د بشري مرستو پروژې "کار د پیسو په بدل کې" زما او یو شمېر نورو هېوادوالو لپاره د دوامداره کار زمینه برابره کړې ده، ډېر خوښ یم.»
نوموړي زیاته کړه: «دوه زامن مې ایران ته ولېږل چې کار وکړي، زه هم دلته بېکاره وم، زړه مې له بېکارۍ دومره تنګ و چې شپې به تر سهاره د بېکارۍ له اندېښنې خوب نه راتلو، ان په کور کې مې د ماشومانو له مور سره جنګ کولو، اوس شکر د کار خاوند شوم، سهار ځم بیګا بېرته کور ته ستنېږم، ۶ زره معاش راکوي، د ژوند ګوزاره مې کېږي.»
په نیمروز کې مدني فعاله حمیرا رخشاني «کار د پیسو په بدل کې» پروژې له پیلېدو ډېر هرکلی کوي او وایي، یادو پروژو د دې ترڅنګ چې د خلکو پر اقتصاد مثبت اغېز کړی، له حکومت سره د خلکو د اړیکو پیاوړي کولو او د انساني قاچاق او د ځوانان د کډوالېدو د مخنیوي لامل هم شوی دی.
هغه بشري مرستې د ټولنې د ودې او پراختیا په برخه کې یوه ډېره اغېرناکه لړۍ ګڼي او زیاتوي: «دغو مرستو له یوې خوا خلکو ته د کار زمینه برابره کړې او له بلې خوا پلونه، پلچکونه او ویالې چې ویجاړ شوي وو جوړېږي؛ دغه کار کولای شي چې د ولسوالیو په پرمختګ، د کلیو په نښلولو او کرنه کې هم ګټور وي.»
د رخشاني په باور، بشري مرستې د خلکو د روحیې په پیاوړتیا کې هم مثبت اغېز لري؛ ځکه د ولسوالیو خلک چې ډېر محروم دي، کله د کار په بدل کې خوراکي توکي او کله هم نغدي پیسې ترلاسه کوي چې دواړه حالتونه د بېوزلو خلکو غوښتنه پوره کوي او د هغوی د ذهني ارامتیا لامل ګرځي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP