دوولسو هېوادونو او اروپایي ټولنې د نادولتي موسسو ښځینه کارکوونکو د کار ځنډېدو په تړاو د افغانستان سرپرست حکومت پر وروستۍ پرېکړه اندېښنه څرګنده او پر دې پرېکړه یې د بیاکتنې غوښتنه کړې ده.
کندهار (پژواک، ۱۴ لېندۍ ۱۴۰۱): په کندهار کې د ډاکټر مامون طاهري په نوم د روغتیايي علومو له انسټيټیوټ څخه ۳۱۰ محصلین فارغ او بريلیکونه
د زابل په مرکز کلات ښار کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام په مالي ملاتړ درې زره کسان د درېیو میاشتو لپاره پر کار وګومارل شول.
. . .
يوې موسسې د بلخ په مرکز او ولسواليو کې شاوخوا ۵۰۰ ښځو ته د خياطۍ زدهکړې او کار کولو زمينه برابره کړې ده.
رازي ټولنیزه او پرمختیایي موسسه چې تازه یې په دایکنډي ولایت کې فعالیت پیل کړی، په خپله لومړۍ پروژه کې ۱۷۵ کسانو ته د کار زمینه برابره کړې ده.
د خوړو نړۍوال سازمان (ډبلیوایفپي) د اروزګان په دهراوود ولسوالۍ کې د سلو ښځو په ګډون، زر کسان د خوراکي توکو په بدل کې پر کار ګومارلي دي.
په دایکنډي کې برک موسسې د «ابادۍ پروژې» په پیلېدو سره ۲۴۰ کسانو ته د کار زمینه برابره کړې ده.
په کابل ښار کې ځيني هنرمندان پر مخکني حکومت نیوکه کوي چې هنرونو او هنرمندانو ته یې لږه توجه لرله؛ دوی له سرپرست حکومته غواړي چې د هنرونو ودې ته جدي پاملرنه وکړي او هنرمندانو ته د کار او پرمختګ زمینه برابره کړي.
د کندوز ښاروالۍ د څه باندې ۱۷ میلیون افغانیو په ارزښت د څلورو پرمختیايي پروژو چارې پیل کړې.
د امریکا د بهرنیو چار وزیر انټوني بلینکن وایي، که افغان ښځو ته یوازې د کار کولو اجازه هم ورکړل شي نو کولی شي چې هر کال د افغانستان اقتصاد ته یو میلیارد ډالر ګټه ورسوي.
د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رياست له لوري د دغه ولايت په اوو ولسواليو کې ۴۰ زره کسانو ته د کار په بدل کې ۱۲۵۰ ټنه غنم ووېشل شول.