ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخ کې یوې موسسې سلګونو ښځو ته د کار زمينه برابره کړې

بلخ کې یوې موسسې سلګونو ښځو ته د کار زمينه برابره کړې

author avatar
23 Oct 2022 - 14:16
بلخ کې یوې موسسې سلګونو ښځو ته د کار زمينه برابره کړې
author avatar
23 Oct 2022 - 14:16

مزارشریف (پژواک، لړم لومړۍ ۱۴۰۱): يوې موسسې د بلخ په مرکز او ولسواليو کې شاوخوا ۵۰۰ ښځو ته د خياطۍ زده‌کړې او کار کولو زمينه برابره کړې ده.

د مستمندانو یا OSSP موسسې چې تازه یې په دغه ولایت کې فعالیت پیل کړی، شاوخوا ۵۰۰ ښځو ته د خیاطۍ، مریو ګنډلو، دیني زده‌کړو او د لومړنيو روغتیایي مرستو په برخو کې د کار او زده‌کړو فرصت برابر کړی دى.

د مستمندانو موسسې مسوول خیرمحمد دهزاد پژواک ته وويل چې دوی د بلخ په مرکز او د دغه ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې د خیاطۍ برخې ۱۰ مرکزونه جوړ کړي دي.

هغه وايي، په هر مرکز کې ۴۰ ښځو ته د خیاطۍ زده‌کړې ورکول کېږي او د هر مرکز لپاره یې اته استادانې او یوه قابله هم ګومارلې چې ښځو ته په ديني او روغتيایي برخو کې معلومات ورکړي.

نوموړی زیاتوي چې یادو ښځو ته به دغه موسسه له فراغت وروسته د خیاطۍ یو ماشین او د دغې برخې نور توکي هم ورکړي.

په همدې حال کې، د دغو مرکزونو زده‌کوونکې او استادانې د یادې موسسې له جوړېدو او فعالیته خوښ دي.

برېښنا د یادې موسسې د یوه مرکز مسووله وایي چې دوى ښځو ته د خياطۍ ترڅنګ په ديني او روغتيايي برخو کې هم معلومات ورکوي.

دې وويل، په دغو مرکزونو کې تر ډېره هغو ښځو ته چانس ورکړل شوى چې د کورنيو سرپرستي يې تر غاړې ده.

دغه‌راز په مزارشريف ښار کې د دغه مرکز يوې زده‌کوونکې ملکې پژواک ته وويل، ډېره خوشحاله ده چې د کار او زده‌کړو فرصت ورته برابر شوى دى.

هغې وويل: «پخوا په کور کې بېکاره ناسته ومه او اوس دلته له یوې مودې راهیسې خیاطي زده کوم؛ کله چې کار زده کړم نو بيا کولاى شم له خپلې کورنۍ سره په اقتصادي برخه کې همکاري وکړم.»

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم په بلخ ولایت کې یو شمېر مېرمنو د دغه ډول مرکزونو او رسټورانټونو په جوړولو سره سلګونو نورو ښځو ته د کار او زده‌کړې زمینه برابره کړې ده.

Visits: 68

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.