د کندوز د پوهنې رياست مسوولين وايي چې د تېرو جګړو له امله د دغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې ٧٠ ښوونيز مرکزونه ويجاړ او يا هم زيانمن شوي دي.
د کندوز، تخار او بدخشان ولايتونو د لويو لارو موټر چلوونکي د کندوز د خان اباد ولسوالۍ په مربوطاتو کې د يوه پله د جوړېدو غوښتنه کوي.
په کندوز کې د وريجو پروسس د يوې کارخانې مسوولين وايي چې په ٢٤ ساعتونو کې ١٢٠ ټنه وريجې پروسس کوي خو د وريجو د پلور لپاره د بازار او صادراتو په برخو کې ستونزې لري.
د کندوز امنيه قوماندان وايي چې د دغه ولايت پر زندان داعش وسله والو بريد نه دى کړى او تښتېدلي زندانيان هم بېرته نيول شوي دي.
حکومتي چارواکي وایي چې په کندوز ولایت کې زرګونه جریبه دولتي ځمکه غصب شوې، د یادې ځکمې د بېرته راګرځولو لپاره یوه ځانګړې قطعه جوړېږي.
په کندوز کې يوه مور وايي چې درې زامنو يې د پخواني حکومت د ملي اردو په ليکو کې دندې ترسره کولې چې د جګړو له امله معلول شوي او دا مهال له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
د کندوز سیمه ییز چارواکي وایي، په یاد ولایت کې د ۵۰ ښوونځيو تړل کېدو له امله په تېرو څو کلونو کې نږدې ۳۰زره زده کوونکي ښوونځیو له تلو پاتې دي.
کندوز (پژواک، ۵ مرغومی ۱۴۰۰): د کندوز ولایت روغتیایي مسوولین د دغه ولایت د کوویډ-۱۹ روغتون د کارکوونکو معاشونو د نه ورکړې او لازمو امکاناتو
کندوز (پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه ۱۴۰۰): د زورواکو له خوا د کندوز د کرنې ریاست د لسګونو میلیونو افغانیو عوایدو د حیف او میل
کندوز ښار (پژواک، ٢٨ لېندۍ ١٤٠٠): د کندوز امنيتي مسوولين وايي چې په تېره يوه مياشت کې په دغه ولايت کې د بېلابېلو جرمونو د
کندوز ښار (پژواک، ۱۸ لېندۍ ۱۴۰۰): د پژواک موندنې ښيي چې په کندوز ولایت کې يو شمېر ډاکټران د ګټې په موخه نسخې په شفري
. . .