ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندوز کې د جرمونو په تور ٤٠ کسان نيول شوي

په کندوز کې د جرمونو په تور ٤٠ کسان نيول شوي

author avatar
19 Dec 2021 - 13:35
په کندوز کې د جرمونو په تور ٤٠ کسان نيول شوي
author avatar
19 Dec 2021 - 13:35

کندوز ښار (پژواک، ٢٨ لېندۍ ١٤٠٠): د کندوز امنيتي مسوولين وايي چې په تېره يوه مياشت کې په دغه ولايت کې د بېلابېلو جرمونو د ترسره کولو په تور ٤٠ کسان نيول شوي دي.

د کندوز د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر محمد عبيده رسنيو ته وويل چې په تېره يوه مياشت کې د دغه ولايت له بېلابېلو سيمو څخه ٤٠ کسان د بېلابېلو جرمونو د ترسره کولو په تور نيول شوي دي.

هغه زياته کړه: ((موږ هیچا ته اجازه نه ورکوو چې عامه نظم ګډوډ کړي.))

دغه راز د کندوز امنيه قوماندان مولوي عزيزالله عمر وايي چې په دغه ولايت کې د عامه نظم د رامنځته کولو په موخه يې د ښاري ګارنيزيون قطعه رامنځته کړې ده.

دى وايي، د ښاري ګارنيزيون قطعه ٣٥٠ غړي لري چې د شپې او ورځې له مخې د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې ګزمې کوي او د خلکو امنيت تامينوي.

قوماندان دا هم وويل چې د دغه ولايت د پوليسو لپاره د يو مجهز او منظم يونفورم پر جوړولو هم کار روان دى چې ډېر ژر به عملي شي.

بل لورته د کندوز ښار اوسېدونکي معلم محمد رفيع پژواک ته وويل چې د ګارنيزيون د يادې قطعې له جوړېدو سره په ښار کې امنيتي وضعيت هم تر پخوا ډېر ښه شوى دى.

دى وايي: ((مخکې تښتونې وې، غلاوې وې خو اوس تر ډېره دغه شان کنټرول شوي دي.))

داسې مهال کندوز کې ښاري ګارنيزيون قطعه رامنځته کيږي چې په تېره يوه مياشت کې په دغه ولايت کې يو ډاکټر تښتول شوى او د پخواني حکومت څو پوځيان په مرموز ډول وژل شوي دي.

Visits: 84

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.