Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د کندوز حوزوي روغتون مسوولین وايي چې په تېرو شپږو میاشتو کې په دغه ولایت کې ۶۰۰ ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شوي چې د تېر کال په نسبت نږدې ۵۰ سلنه زیاتوالی ښيي.
له پاکستانه کندوز ولایت ته راستنې شوې کډوالې کورنۍ وايي چې د سرپناه په برخه کې ستونزې لري، حکومت او مرستندویه بنسټونه باید د ژمي له رسېدو مخکې دغه ستونزه حل کړي.
په کندوز کې د شاتو مچيو فارم لرونکي وايي، که څه هم د پخوا په پرتله يې توليدات ډېر شوي خو وارداتي شاتو یې د تولیداتو بازار سوړ کړی دی.
د کندوز په خاناباد ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ ۴۰ کلنه دښمني چې د درېیو کسانو د وژل کېدو لامل شوې وه، د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست د شخړو هواري کمېسیون، علماوو او مخورو په هلو ځلو پای ته ورسېده.
د کندوز ورزشي مسوولین د دغه ولایت له ولسوالیو او مرکز څخه د چاپندازانو په ګډون د وزلوبې سیالیو لومړي پړاو د پيل خبر ورکوي.
. . .
د کندوز ځایي مسوولین وایي چې د دغه ولایت د درملتونونو د ارزونې په پایله کې یې موندلې چې د ۴۲۳ درملتونونو له ډلې ۲۹۵ یې له جواز پرته فعالیت کوي.
د افغانستان د خپلواکو ژورنالیستانو اتحاديه وايي چې په ننګرهار، کندهار او کندوز ولايتونو کې څلور خبريالان له بنده ازاد شوي دي.
کندوز کې د سوداګرۍ او پانګونې خونه او یو شمېر سوداګر وايي چې په شېرخان سوداګریز بندر کې دې د نورم او سټنډرډ دستګاه فعاله شي.
د کندوز امنیتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت امنیې قوماندانۍ له نشهيي توکو سره د مبارزې پخوانی مدیر د خپل ساتونکي له خوا وژل شوی دی.
کندوز (پژواک، ۱۸ زمری ۱۴۰۲): په کندوز ولایت کې د واده مراسمو یوه موټر چپه کېدو له امله یو کس مړ او ۴۳ نور ټپیان
د کندوز ورزشي مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د انټرکلب ۲۵ اوریزې سیالۍ پیل شوې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP