ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندوز کې په تېرو دوو کلونو کې ۲۰۰۰ روږدي درملنه شوي

کندوز کې په تېرو دوو کلونو کې ۲۰۰۰ روږدي درملنه شوي

author avatar
14 Feb 2024 - 15:05
کندوز کې په تېرو دوو کلونو کې ۲۰۰۰ روږدي درملنه شوي
آرشیف
author avatar
14 Feb 2024 - 15:05

کندوز (پژواک، ۲۵ سلواغه ۱۴۰۲): د کندوز امنیه قومانداني وایي چې په دغه ولایت کې په تېرو دوو کلونو کې د نږدې ۲۰۰۰ روږدو درملنه شوې او له خپلو کورنیو سره یوځای شوي دي.

د کندوزامنیې قوماندانۍ ویاند جمعه‌الدین خاکسار پژواک خبري اژانس ته وویل، له تېرو دوو کلونو راهیسې د دغه ولایت له بېلابېلو سیمو نږدې ۲۰۰۰ روږدي راټول او درملنه شوي دي.

هغه زیاته کړه، دغه روږدي له درملنې وروسته په ضمانت خوشي شوي او خپل عادي ژوند ته ګرځېدلي دي.

هغه وویل: «دا روږدي له نهو ولسوالیو راټول شوي وو او له ژمنې اخیستو وروسته بېرته له خپلو کورنیو سره یوځای شوي، د یادونې ده چې اوس هم د کندوز امنیې قوماندانۍ د روږدو درملنې مرکز کې ۲۵۰ روږدي تر درملنې لاندې دي.»

خاکسار وایي چې د دغو روږدو په درملنې سره په کندوز کې د جنایي جرمونو کچه په بې‌ساري ډول ټيټه شوې او په تېرو دوو کلونو کې یې د نشه‌یي توکو ۲۱۲ پلورونکي هم نیولي او یونیم ټن نشه‌یي توکي ترې ترلاسه شوي دي.

ورته مهال، په دغه مرکز کې ځيني تداوي کېدونکي روږدي د نشه‌یي توکو له پلورونکو سره د جدي چلند او د کاري فرصتونو برابرېدوغوښتنه کوي.

حشمت یو له درملنه شوو روږدو دی.

هغه وایي: «که مواد نه پلورل کېدای، معتادین به له کومه کول، زموږ غوښتنه دا ده چې د نشه‌یي توکو پلورونکي دې ونیول شي او له هغو سره دې جدي چلند وشي، زموږ راتلونکی خو پوډرپلورونکو خراب کړ.»

په دې اړه یو بل روږدی محمد صدیق وایي: «له موږ کورنۍ او ټول دوستان متنفره وو، ډېر پښېمانه یم، دا کمپ چې موږ ته جوړ شوی خوشحاله یم، الحمدلله اوس زموږ وضعیت ډېر ښه شوی دی.»

یاد روږدي وايي، کله چې د دوی درملنه وشوه، حکومت باید د کار زمینه هم ورته برابره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د زرګونو روږدو درملنه په مرکز او ولایتونو کې شوې ده.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.