د فراه ولایت فراهرود ولسوالۍ ابخرما سیمې یو شمېر اوسېدونکي وايي، په سیمه کې یې شاوخوا اته سوه کورنۍ ژوند کوي خو له کلونو راهیسې ښوونځی نه لري او ماشومان یې له زده کړو محروم پاتې دي.