ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فراه کې د ابخرما سیمې د شاوخوا ۸۰۰ کورنیو ماشومان له کلونو راهیسې له زده‌کړو بې‌برخې دي

فراه کې د ابخرما سیمې د شاوخوا ۸۰۰ کورنیو ماشومان له کلونو راهیسې له زده‌کړو بې‌برخې دي

author avatar
8 Aug 2023 - 13:40
فراه کې د ابخرما سیمې د شاوخوا ۸۰۰ کورنیو ماشومان له کلونو راهیسې له زده‌کړو بې‌برخې دي
author avatar
8 Aug 2023 - 13:40

فراه (پژواک، ۱۷ زمری ۱۴۰۲): د فراه ولایت فراه‌رود ولسوالۍ ابخرما سیمې یو شمېر اوسېدونکي وايي، په سیمه کې یې شاوخوا اته سوه کورنۍ ژوند کوي خو له کلونو راهیسې ښوونځی نه لري او ماشومان یې له زده کړو محروم پاتې دي.

د فراه پوهنې ریاست هم د ابخرما سیمې خلکو شکایتونه مني او وايي، دا سیمه له ښوونځي ۲۵ تر ۳۰ کیلومټره لرې ده.

د ابخرما یو اوسېدونکی سطان محمد وايي، په دې سمیه ۱۵ کلي دي چې شاوخوا ۸۰۰ کورنۍ پکې اوسېږي، خو ښوونځی نه لري او ماشومان يې له کلونو راهیسې له زده‌کړو بې‌برخې دي.

هغه وايي، د ولسوالۍ په مرکز کې ښوونځی شته خو د موټر ۴۰دقیقې لار ده او د دوی ماشومان هلته تګ راتګ نشي کولای.

نوموړي له حکومته وغوښتل چې د دوی ماشومانو ته د زده‌کړو زمینه برابره کړي.

د ابخرما یو بل اوسېدونکی شیراغا هم وايي، د دوی په سیمه کې هیڅ ښوونځی نشته او ماشومان يې زده‌کړو ته لاسرسی نه لري.

هغه زیاتوي، د خلکو اقتصادي وضعیت خراب دی او نشي کولای چې په شخصي لګښت خپلو ماشومانو ته د زده‌کړو زمینه برابره کړي.

د فراه‌رود ولسوالۍ د دولت‌اباد کلي اوسېدنکی حاجي عبدالله جان وايي: «نه یوازې دولت‌اباد کې بلکې ابخرما کې هم ښوونځی نشته او ماشومان له زده‌کړو پاتې دي.»

هغه هم له حکومته وغوښتل چې اوس په هېواد کې جګړه ختمه شوې او امن راغلی نو باید ټولو سیمو کې ماشومانو ته د زده‌ کړو زمینه برابره کړي.

بلخوا د دغه ولایت پوهنې ریاست هم مني چې ابخرما سیمه کې هیڅ ښوونځی نشته او دا سیمه له مرکزه شاوخوا ۲۵کیلومټره لرې ده.

د دغه ولایت د پوهنې رییس مولوي اخترمحمد زعیم پژواک ته وویل، ابخرما کې هیڅ ښوونځی نشته او له دې سیمې ۲۵ تر ۳۰ کیلومټره لرې ښوونځی شته چې ماشومان هلته تګ راتګ نشي کولای.

هغه زیاته کړه: «موږ ته د عمومي تعلیماتو لپاره نوي کودونه نه دي راکړل شوي؛ ځکه په ابخرما کې مکتب نشته.»

نوموړی وايي، اوس په ابخرما کې یوازې دوه سیمه‌ییز ټولګي فعال دي او د ښوونځي جوړېدو لپاره کود نه لري.

د یادونې ده، هېواد کې تېرو څو لسیزو جګړو د نورو برخو ترڅنګ پر تعلیمي سیستم هم منفي اغېزه کړې او د هېواد په ډېری لرې پرتو سیمو کې خلک د ښوونځيو له نه شتونه شکایت کوي.

Views: 166

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.