Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
اروپایي ټولنې د روغتیایي علومو برخه کې د ښځو پر زدهکړو د ټينګار ترڅنګ ویلي چې د روغتیا نړۍوال له سازمان سره په ګډه په افغانستان کې د سرطاني ناروغیو د درملنې له یوه نوي مرکزه ملاتړ کوي.
په افغانستان کې د اروپایي ټولنې استازولي وایي، د افغانستان د داخلي بېځایه شوو او پاکستان، ایران او منځنۍ اسیا هېوادونو کې له افغان ګډوالو د ملاتړ په موخه یې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو له عالي کمېشنرۍ سره هوکړهلیک لاسلیک کړی دی.
اروپایي ټولنې له افغانستان سره د هر اړخیزې او پایدارې اقتصادي ودې د ترویج او پر بشري مرستو د اتکا کمېدو لپاره د ۱۹،۸ میلیون یورو مرستې خبر ورکړی دی.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونیسف) ویلي چې اروپایي ټولنې افغانستان کې د خوارځواکه افغان ماشومانو درملنې او د زدهکړو لپاره ۱۳ میلیونه یورو مرسته اعلان کړې.
د خوړو نړۍوال پروګرام (ډبلیواېفپي) ویلي چې اروپایي ټولنې د هېواد د ښوونځيو د زدهکوونکو د خوړو خونديتوب لپاره ۱۰ میلیونه یورو ځانګړې کړې دي.
د منځني اسیا هېوادونو او اروپایي ټولنې ځانګړو استازو نن د قرغېزستان پلازمینې بشکیک کې پر افغانستان ناسته کوي.
په کابل کې د اروپایي ټولنې سفیرې د پوهنې سرپرست وزیر سره په لېدنه کې ویلي، په نېږدې راتلونکې کې به په مرکز او ولایتونو کې د ۴۰۰ ښوونځیو د جوړولو او بیارغونې په برخه کې مرسته وکړي.
د کډوالو چارو وزارت وايي چې اروپايي ټولنه له پاکستانه په اجباري توګه راستنېدونکو افغانانو سره ۱۴۲ میلیون یورو مرسته کوي.
د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې شارژدافیر د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې ویلي چې له دغه وزارت سره خپلې مرستې ډېروي.
. . .
امریکا او اروپايي ټولنې د ملګرو ملتونو د ۷۸مې عمومي غونډې په ترڅ کې له پاکستان سره د افغانستان پر وروستیو حالاتو اړه خبرې کړې دي.
اروپايي ټولنې له افغانستان او په ځانګړې توګه افغان مېرمنو او نجونو سره د ۱۴۰ میلیون یورو مرستو خبر ورکړی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP