[restrict paid=”true”]
اټلانټا (پژواک، ۳۱ وږی ۱۴۰۲): امریکا او اروپايي ټولنې د ملګرو ملتونو د ۷۸مې عمومي غونډې په ترڅ کې له پاکستان سره د افغانستان پر وروستیو حالاتو اړه خبرې کړې دي.
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ د پاکستان سرپرست حکومت د بهرنیو چارو له وزیر جلیلعباس جیلاني سره په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د کلنۍ عمومي غونډې په څنډه کې لیدلي دي.
وېسټ پر اېکسپاڼه لیکلي: «موږ د ګډو امنیتي موخو او د ښځو او نجونو د حقونو په ګډون افغانستان کې د بشردوستانه ملاتړ د اړتیا په اړه بحث او خبرې وکړې.»

بلخوا د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مسوول جوزپ بوریل هم د پاکستان د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر عباس جیلاني سره کتلي دي.
نوموړي هم پر اېکسپاڼه لیکلي چې دواړو لورو په پاکستان کې د وروستیو سېلابونو په اړه، د جنیوا غونډه او د اقلیمي بدلون موضوع په تړاو خبرې وکړې.
د بوریل په وینا، دوی په یاده لیدنه کې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د اندېښنېوړ وضعیت باندې ځانګړې تمرکز درلود.
د امریکا او اروپایي ټولنې استازو په داسې حال کې د پاکستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو له وزیر سره لیدلي چې د پاکستان ځانګړی استازی کابل ته په سفر تللی او هلته یې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي سره لیدلي دي.
دا سفر په داسې حال کې شوی چې شاوخوا دوه اونۍ مخکې په تورخم کې د دواړو هېوادونو د ځواکونو ترمنځ له یوې نښتې وروسته د تورخم دروازه د نهو ورځو لپاره د پاکستان له خوا تړل شوې وه.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP