د امریکا محده ایالتونو پر اسرائیل باندې د نږدې درې میلیارد ډالرو په ارزښت د بمونو، تخریبي وسایلو او نورو وسلو پلور منظور کړی.
د راپورونو له مخې، اسرائیل د لبنان پر سوېلي برخو تازه بریدونه کړي چې له امله یې درېیو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او پنځه نور ټپيان شوي دي.
د راپورونو له مخې، د اسرائیل او لبنان ترمنځ اوربند به د روان کال د فبرورۍ میاشتې تر ۱۸مې دوام ولري.
د راپورونو له مخې، نن د حماس او اسرائیل ترمنځ د بندیانو دویمه تبادله ترسره کېږي چې په ترڅ کې به یې ۲۰۰ فلسطیني وګړي د څلورو اسرایلیانو په بدل کې خوشي شي.
د الجزیرې د راپور له مخې، دا مهال د اسرائیلو په زندانونو کې لږ تر لږه ۱۰ زره او ۴۰۰ فلسطینیان بنديان دي چې له دې ډلې ۳ زره او ۳۷۶ تنه یې پرته له کوم تور یا محاکمې بندخونو کې ساتل کېږي.
د راپورونو له مخې، د اسرائیل د حکومت کابینې په غزه کې له حماس ډلې سره د اوربند هوکړه منظوره کړه.
د غزې روغتیا وزارت ویلي چې په تېرو دوو ورځو کې د غزې پر تړانګه د اسرائیلو بریدونو کې ۳۲ فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
تېره ورځ، غزه کې د اسرائیل په بریدونو کې د پنځو ماشومانو په ګډون ۴۹ فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د ملګرو ملتونو سرمنشي پر سوریې د اسرائیل بریدونو پر ژر تر ژره درېدو ټینکار کړی او زیاته کړې یې ده چې دغه بریدونه د سوریي له ځمکنۍ بشپړتیا سرغړونه ده.
د راپورونو له مخې، د غزې پر بېلابېلو سیمو د اسرائیلو هوايي بریدونو کې د الجزیرې د یوه خبریال په ګډون لږ تر لږه ۵۳ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د راپورونو له مخې، د غزې په بېلابېلو سیمو د اسرائیلو هوايي بریدونو کې ۳۵ فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د بښنې نړۍوال سازمان ویلي، اسرائیل په غزه کې له فلسطینیانو سره ناوړه او غیر انساني چلند کوي او هيڅ د بشري حقونو او انساني کرامت درناوی نه ساتي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP