د امریکا سفیر د سوریې او اسرائیلو ترمنځ د اوربند له هوکړې خبر ورکړی
د راپورونو له مخې، ترکیه کې د امریکا متحده ایالتونو سفیر د سوریې او اسرائیلو ترمنځ د اوربند له هوکړې خبر ورکړی خو سوري او اسرائیلي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د راپورونو له مخې، ترکیه کې د امریکا متحده ایالتونو سفیر د سوریې او اسرائیلو ترمنځ د اوربند له هوکړې خبر ورکړی خو سوري او اسرائیلي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د اسرائیل د لومړي وزیر دفتر اعلان کړی چې بنیامین نتانیاهو د امریکا د ولسمشر د اوربند وړاندیز منلی او ټاکل شوې د نن ورځې تر پایه یوه اعلامیه خپره کړي.
د راپورونو له مخې، د ایران پر تهران او ځینو نورو سیمو د اسرائیل او دغه راز پر اسرائیل د ایران بریدونو د نن سهار تر څلورو بجو دوام درلود.
د امریکا ولسمشر اعلان کړی و چې د ایران او اسرائیل ترمنځ اوربند په څو راتلونکو ساعتونو کې پیلېږي خو د ایران د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی چې په دې برخه کې هيڅ هوکړه نشته او ایران به یوازې په هغه صورت کې چې د سهار تر څلورو اسرائیل خپل بریدونه ودروي، ځوابي بریدونو ته دوام ور نه کړي.
د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزارت پر ایران د اسرائیل برید غندلی او ویلي یې دي چې «اسرائیل د امریکا او نورو لوېدیځو هېوادونو په ملاتړ، په منځني ختیځ کې د سولې پر وړاندې پر یوه سرطاني موجود» او د «نړۍوال امنیت د تخریب» پر عامل بدل شوی دی.
د راپورونو له مخې، د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزیر شیخ عبدالله بن زاید النهیان د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غوښتي چې د اسرائیل او ایران د شخړې هواري لپاره دې بېړني اقدامات ترسره کړي.
د راپورونو له مخې، د اسرائیل په تلابیب او حیفا کې د ایران له لوري تازه توغول شوي توغندي لګېدلي او په تهران کې د اسرائیل له لوري ځینې سېمې په نښه شوې؛ په دغو بریدونو کې دواړو لورو ته مرګژوبله هم اوښتې.
د راپورونو له مخې، د ایران او اسرائیل ترمنځ تاوتریخوالی نوي پړاو ته داخل شوی، تېره شپه هم د دواړو لورو هوايي او توغندیزو بریدونو دوام درلود چې درانه مالي او ځاني زیانونه یې اړولي دي.
د فرانسې ولسمشر اعلان کړی چې د فلسطین او اسرائیل ترمنځ د حللارې پیدا کېدو په موخه د فرانسې او سعودي عربستان په کوربهتوب د ملګرو ملتونو ناسته پر ایران د اسرائیل له نظامي برید وروسته ځنډئدلې ده.
ایران کې پر ځینو موخو د اسرائیل له وروستیو بریدونو وروسته د ملګرو ملتونو امنیت شورا په خپله بېړنۍ ناسته کې په هغې سیمه کې - چې ورځ تر بلې له زیاتېدونکو جګړو سره مخ ده – د ناورین پراخېدو مخنیوي لپاره د ترینګلتیا کمېدو او ډيپلماتیکو هڅو ډېرېدو پر اړتیا ټینګار کړی دی.
د ملګرو ملتونو سرمنشي د ایران پر اټومي تاسیساتو د اسرائیل د برید په اړه اندېښنه څرګنده کړې او له دواړو لورو یې د زغم غوښتنه کړې ده.
ایراني رسنیو راپور ورکړی چې پر ایران د اسرائیل د بریدونو له امله د دغه هېواد د سپاه پاسداران عمومي قوماندان او یو شمېر نورو پوځي چارواکو او پوهانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
امریکايي رسنیو پر ایران د پوځي برید لپاره د اسرائیل د چمتووالي خبره کوي، تهران هم په سیمه کې د امریکا د پوځي اډو په نښه کولو خبرداری ورکړی او د دغو ترینګلتیاوو له امله، متحده ایالتونو خپلو کارکوونکو ته له بغداده د وتلو امر کړی دی.
نن د مرکز کابل په ګډون د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې زرګونه کسانو د فلسطین د خلکو په ملاتړ او پر غزه د اسرائیلو د بریدونو پر ضد لاریونونه وکړل.
د خوړو خوندیتوب برخې نړۍوال کارپوهان وایي، که اسرائیل د غزې کلابندي پای ته ونه رسوي او پوځي عملیات ونه دروي، هلته به خلک له سختې قحطۍ سره مخ شي.
د راپورونو له مخې، د غزې په البیروج سیمه کې د اسرائیلو د هوايي بریدونو له امله ۲۲ فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د راپورونو له مخې، اسرائیلي ځواکونو د کوچني اختر په لومړۍ ورځ پر غزه برید کړی چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۶۴ کسانو ژوند له لاسه ورکړی.
د راپورونو له مخې، غزه کې د اسرائیلو په تازه بریدونو کې د حماس د ویاند عبداللطیف القنوع په ګډون اتو کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د امریکا محده ایالتونو پر اسرائیل باندې د نږدې درې میلیارد ډالرو په ارزښت د بمونو، تخریبي وسایلو او نورو وسلو پلور منظور کړی.
د راپورونو له مخې، اسرائیل د لبنان پر سوېلي برخو تازه بریدونه کړي چې له امله یې درېیو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او پنځه نور ټپيان شوي دي.
د راپورونو له مخې، د اسرائیل او لبنان ترمنځ اوربند به د روان کال د فبرورۍ میاشتې تر ۱۸مې دوام ولري.
د راپورونو له مخې، نن د حماس او اسرائیل ترمنځ د بندیانو دویمه تبادله ترسره کېږي چې په ترڅ کې به یې ۲۰۰ فلسطیني وګړي د څلورو اسرایلیانو په بدل کې خوشي شي.
د الجزیرې د راپور له مخې، دا مهال د اسرائیلو په زندانونو کې لږ تر لږه ۱۰ زره او ۴۰۰ فلسطینیان بنديان دي چې له دې ډلې ۳ زره او ۳۷۶ تنه یې پرته له کوم تور یا محاکمې بندخونو کې ساتل کېږي.
د راپورونو له مخې، د اسرائیل د حکومت کابینې په غزه کې له حماس ډلې سره د اوربند هوکړه منظوره کړه.