Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزه کې د اسرائیل تازه بریدونه؛ ۲۲ فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی

کابل (پژواک، ۱۲ غويی ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، د غزې په البیروج سیمه کې د اسرائیلو د هوايي بریدونو له امله ۲۲ فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

الجزیزې د فلسطین د روغتيايي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې د غزې تړانګې اړوند د البیروج په سيمه کې نن د اسرائیلو په هوايي بریدونو کې ۲۲ فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

سرچينه لیکلي، له یادو کسانو اته تنه د یوې کورنۍ غړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې الجزیرې خبري شبکې د روغتیایي سرچینو له قوله ویلي چې تېره ورځ هم غزه کې د اسرائیلي بریدونو له کبله لږ تر لږه ۳۱ فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی و.

د راپورونو له مخې، د اسرائیلو د بریدونو له پیل راهیسې په غزه کې ۵۲۴۱۸ فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۱۸۰۹۱ نور ټپيان شوي دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.