کابل (پژواک، ۲۳ جوزا ۱۴۰۴): ایراني رسنیو راپور ورکړی چې پر ایران د اسرائیل د بریدونو له امله د دغه هېواد د سپاه پاسداران عمومي قوماندان او یو شمېر نورو پوځي چارواکو او پوهانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
ایرنا خبري اژانس د یوه خبر په خپرولو سره ویلي: «د سپاه پاسداران عمومي قوماندان حسین سلامي د جمعې پر سهار د صهیونیسټ رژیم په بریدونو کې شهید شو.»
سرچینې لیکلي چې ځینې خبرونه ښیي چې پر تهران او د ایران پر یو شمیر نورو ښارونو د دغو بریدونو له امله د خاتم الانبیاء (ص) د مرکزي قرارګاه قوماندان سرلشکر جنرال غلامعلي رشید، اټوم پوه او د ازاد اسلامي پوهنتون رییس ډاکتر محمدمهدي تهرانچي او د پارلمان غړی او اټوم پوه فریدون عباسي … او یو شمیر نور نظامي قوماندانان، پوهان او ملکي وګړو خپل ژوند له لاسه ورکړی.»
د راپورونو پر بنسټ، اسراییلي چارواکو ویلي دي چې نن سهار (جمعه، د غبرګولي ۲۳مه) یې د ایران اټومي تاسیسات، د بالستیک توغندیو د تولید کارخونې او پوځي قوماندانان په نښه کړي دي.
د ایران مذهبي مشر د اسراییل د دغو بریدونو په غبرګون کې ګواښ کړی چې «صهیونیسټ رژیم» باید د سختې سزا په تمه واوسي.
د ملګروملتونو سرمنشي د اسراییل له لوري د ایران پر اټومي تاسیساتو د برید په اړه اندېښنه څرګنده کړې او له دواړو لورو یې د زغم غوښتنه کړې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP