Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ایران او اسرائیل متقابلو بریدونو د نن سهار تر څلورو بجو دوام درلود

کابل (پژواک، ۳ چنګاښ ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، د ایران پر تهران او ځینو نورو سیمو د اسرائیل او دغه راز پر اسرائیل د ایران بریدونو د نن سهار تر څلورو بجو دوام درلود.

د ایران تسنیم خبري اژانس نن (سه‌شنبه) سهار شاوخوا شپږ بجې لیکلي چې اسرائیل د تهران پر بېلابېلو برخو «څو پرله‌پسې بریدونه» کړي دي.

د سرچینې په خبره، ځیني راپورونه ښیي چې پر تهران له برید سره هم‌مهال د ایران پر ځینو شمالي، شمال لوېدیځ او سوېلي ښارونو کې هم بریدونه شوي او پر دې سربېره د «د ایران د دوو اټوم‌پوهانو د ترور» راپورونه هم ورکړل شوي دي.

خو په تهران کې عیني شاهدانو د بي‌بي‌سي فارسي څانګې ته ویلي چې دوی په ځايي وخت سهار له ۴ بجو راهیسې د څو چاودنو او هوايي دفاع سیسټم غږونه اورېدلي دي.

په همدې حال کې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «د اسرائیل تېري ته د ځواب ورکولو لپاره زموږ د ځواکمنو وسله‌والو ځواکونو پوځي عملیاتو تر وروستۍ شېبې، یعنې د سهار تر څلورو بجو دوام درلود.‎»

بي‌بي‌سي راپور ورکړی چې اسرائیلي چارواکو شاوخوا دوه ساعته مخکې ویلي وو چې له ایرانه د دغه هېواد پر لور شپږ توغندي توغول شوي دي.

الجزیرې د اسرائیلي رسنیو په حواله راپور ورکړی چې په بیرالسبع سیمه کې د ایران د توغندیو لګېدو له امله درې کسان وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره شپه اعلان وکړ چې د ایران او اسرائیل ترمنځ اوربند به د نن سهار تر شپږو بجو پیل شي، خو د ایران د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی چې په دې اړه کومه هوکړه نه ده شوې او ایران به د اسرائیل له لوري د سهار تر ۴ بجو د بریدونو درولو په صورت کې، ځوابي برید نه کوي.

ورته مهال، ټرمپ اوس پر ټولنیزه شبکه تروت سوشل ایران او اسرائیل ته په خطاب کې لیکلي چې اوربند پیل شوی او «لطفاً هغه به نقضوئ.»

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.