Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ایران او اسرائیل د متقابلو بریدونو دوام؛ نظامي او د انرژۍ تاسیسات په نښه شوي

کابل (پژواک، ۲۵ غبرګولی ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، د ایران او اسرائیل ترمنځ تاوتریخوالی نوي پړاو ته داخل شوی، تېره شپه هم د دواړو لورو هوايي او توغندیزو بریدونو دوام درلود چې درانه مالي او ځاني زیانونه یې اړولي دي.

د راپورونو له مخې، اسرائیل د تېرې جمعې په سهار د ایران پر ځینو اټومي تاسیساتو او نورو سیمو هوايي بریدونه وکړل چې د ځینو نظامي چارواکو، اټومي پوهانو او ملکي وګړو د وژل کېدو لامل شول. یوه ایراني چارواکي ویلي وو چې په یادو بریدونو کې ۷۸ کسان وژل شوي او ۳۲۰ نور ټپیان دي.

ایران هم پرون سهار پر اسرائیل توغندیز بریدونه وکړل؛ یو توغندی په تل‌ابیب کې لګېدلی او پر دغه ښار سربېره د اسرائیل په ځینو نورو سیمو کې هم د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي. د اسرائیل حکومتي سرچینو ویلي چې د ایران په توغندیزو بریدونو کې ۴۰ کسان ټپیان شوي دي.

تسنیم اژانس راپور ورکړی چې ایران تېره شپه د توغندیو او بې‌پېلوټه الوتکو په وسیله په اسرائیل کې ځینې سیمې په نښه کړې دي.

سرچینې د یاد هېواد د سپاه پاسدارانو له قوله لیکلي چې پر حیفا او تل‌ابیب یادو بریدونو کې د اسرائیل د الوتکو د تېلو تولید مرکزونه او د انرژۍ تاسیسات په نښه شوي دي.

تسنیم اژانس د سپاه پاسداران له قوله لیکي چې د اسرائیل د اقداماتو د دوام په صورت کې امکان لري دغه عملیات په ډېرې چټکۍ او پراختیا دوام ومومي.

بي‌بي‌سي  د ځینو اسرائیلي خبري رسنیو له قوله راپور ورکړی چې د ایران د تېرې شپې په بریدونو کې نهه کسان وژل شوي او څه باندې ۱۴۴ کسان نور ټپیان دي.

سرچینه زیاتوي چې اسرائیل هم تېره شپه د ایران د دفاع وزارت ودانۍ او په تهران کې د نفتو یوه زېرمه په نښه کړي دي.

ایرنا اژانس راپور ورکړی چې نن سهار (یک‌شنبه) د اسرائیل له لوري د شهران د نفتو او د تهران په لوېدیځ کې د تېلو پر زېرمو هوايي بریدونه شوي، د لومړنیو راپورونو له مخې، په یادو دوو زېرمو کې د تېلو کچه ډېره نه وه او شرایط تر کنټرول لاندې دي.

دغه‌راز، تسنیم اژانس راپور ورکړی چې اسرائیل د تهران په نوبنیاد سیمه کې د دفاع وزارت پر ودانۍ برید کړی او د دغه مرکز یوه اداري ودانۍ جزوي زیانمنه شوې ده.

سرچینې زیاته کړې چې په یاده سیمه کې د دفاع وزارت د څېړنې او دفاعي نوښتونو سازمان هم په نښه شوی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.