Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د امنیت شورا غونډه کې پر ایران د اسرائیل د بریدونو په اړه څه وویل شول؟

کابل (پژواک، ۲۴ غبرګولی ۱۴۰۴): ایران کې پر ځینو موخو د اسرائیل له وروستیو بریدونو وروسته د ملګرو ملتونو امنیت شورا په خپله بېړنۍ ناسته کې په هغې سیمه کې – چې ورځ تر بلې له زیاتېدونکو جګړو سره مخ ده – د ناورین پراخېدو مخنیوي لپاره د ترینګلتیا کمېدو او ډيپلماتیکو هڅو ډېرېدو پر اړتیا ټینګار کړی دی.

اسرائیل پرون سهار په ایران کې پر ځینو اټومي تاسیساتو او نورو سیمو هوايي بریدونه وکړل چې په‌کې ځیني نظامي چارواکي، اټومي کارپوهان او ملکي کسان ووژل شول. یوه ایراني چارواکي ویلي چې په دغو بریدونو کې ۷۸ کسان وژل شوي او ۳۲۰ نور ټپیان دي.

دغه‌راز راپورونه وايي، ایران هم پر اسرائیل توغندیز بریدونه کړي چې شاوخوا څلوېښت کسان په‌کې ټپیان شوي دي.

پر ایران د اسرائیل له برید وروسته، د ملګرو ملتونو امنیت شورا په نیویارک کې د ایران په غوښتنه بېړنۍ ناسته ترسره کړه.

د امنیت شورا په اعلامیه کې راغلي، د دې غونډې ګډونوالو په ټوله کې پر دې توافق درلود، په هغې سیمه کې چې ورځ تر بلې د جګړې له ډېرېدو سره مخ ده، د ناورین زیاتېدو مخنیوي او ډیپلوماتیکو هڅو ته اړتیا ده.

په یاده غونډه کې په سیاسي او سوله‌ییزو چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال روزمري دیکارلو ویلي چې د دغو بریدونو اغېز په ټوله سیمه کې محسوس شوی دی.

هغه ویلي: «باید په هر قیمت چې وي، د هغې جګړې د پراخېدو مخنیوی وکړو چې عظیمې نړۍوالې پایلې به ولري.»

د روسیې استازي هم په یاده ناسته کې ویلي: «داسې ښکاري چې د اسرائیل رهبري فکر کوي چې لاس یې په سیمه کې بشپړ خلاص دی.»

هغه دغه «نظامي اخ‌و‌ډب» محکوم کړی او د هغه بشپړ مسوولیت یې د اسرائیل پر رهبرۍ او د هغه پر ملاتړکوونکو اچولی دی.

د هغه په وینا، په اټومي هوکړې (برجام) پورې اړوند مسایل هغه مهال پیل شول چې امریکا په یو اړخیزه توګه له هوکړې ووته او دغه‌راز د اسرائیل او برېتانیا ځانګړو ځواکونو ترمنځ یې د همکارۍ احتمال مطرح کړ.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د پاناما استازي ویلي: «د تېرې شپې پېښې د وړاندوینې وړ وي، خو د تاوتریخوالي په کړۍ کې تازه او د اندېښنې وړ موضوع ده چې د سیمې او نړۍ ثبات ګواښي.»

د چین استازي په یاده ناسته کې ویلي، د سیمې د وضعیت ناڅاپي بدلون د هیچا په ګټه نه‌ دی.

د الجزایر استازي له زوره د یو اړخیزې استفادې منطق محکوم کړی او ویلي یې دي: «یوازېنی اقدام چې کولای شي د هغه مخه ونیسي، سوله ده.»

هغه یادونه وکړه چې اسرائیل د اټومي وسلو پراخېدو د بندیز هوکړې غړی نه دی او په منځني ختیځ کې له اټومي وسلو پاکې سیمې جوړېدو لپاره یې له مذاکراتو ډډه کړې ده.

د هغه په خبره، پر ایران د اسرائیل بریدونه داسې مهال کېږي چې ایران او امریکا د اټومي پروګرام په اړه د خبرو په حال کې دي.

د پاکستان استازي هم ویلي چې د یادو بریدونو وخت «له اخلاقي پلوه ناسم» دی او د مذاکراتو باور او مشروعیت ګواښي.

د یونان استازو هم د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي چې تاوتریخوالی داسې مهال ډېر شوی چې د ایران او امریکا مذاکرات روان دي.

هغه پر دې د ټینګار ترڅنګ چې ایران باید اټومي وسلو ته لاسرسی ونه مومي او اسرائیل له ځانه د دفاع حق لري، ویلي: «ورته مهال، پر دې باور یو چې پایداره امنیت یوازې د ډيپلوماسۍ او توافق له لارې ترلاسه کېږي.»

د امریکا استازي په یاده ناسته کې ویلي، ایران باید اټومي وسلو ته لاسرسی ونه مومي. هغه ټینګار کړی چې امریکا په یادو بریدونو کې ګډون نه درلود خو له ترسره کېدو مخکې ورته خبر رسېدلی و. هغه خبرداری ورکړی چې پر امریکايي وګړو یا نظامي اډو باندې برید به د ایران لپاره بدې پایلې ولري.

د ایران استازي د امنیت شورا په ناسته کې ویلي: «د اسرائیل رژیم د نړۍ تر ټولو خطرناک او ترهګریز رژیم دی او اقدامات یې د جنګ اعلان بلل کېږي.» هغه پر نطنز (د اصفهان یوه سیمه) د برید د را‌ډیولوژیکي پایلو په اړه خبرداری ورکړ ویې ویل: «یوازېنی رژیم چې مسوولیت او انسانیت نه لري، د میلیونونو کسانو ژوند په خطر کې اچولای شي.» هغه د اسرائیل ملاتړکوونکي، په ځانګړې توګه امریکا «د بشريت پر وړاندې او جنګي جنایتونو شریکان» وبلل.

د اسرائیل استازي ویلي، یاد هېواد د ځان په دفاع کې اقدام کړی؛ ځکه ایران په ښکاره د اسرائیل د له‌منځه وړو اراده اعلان کړې او د یورانیمو په غني کولو او د وسلو او اړوندو تجهیزاتو په ډېرولو بوخت و.

د سوېلي کوریا استازي ویلي، هېواد یې د یوه داسې هېواد د ګاونډي په توګه چې د پراختیا د مخنیوي ژمنې یې په جدي توګه نقض کړې، ژورې اندېښنې لري.

خو زیاته کړې یې ده: «ورته مهال، باور لرو، دواړه هېوادونه دا وړتیا لري چې د داسې جګړې مخه ونیسي چې سیمه یې د زغم وړتیا نه لري.»

د ګویانا استازي، د امنیت شورا دوره‌یي رییس په خپله وینا کې له ټولو خواوو غوښتي څو د تاوتریخوالي لا ډېرېدو ته د پای ټکی کېږدي.

د عراق استازي د ایران پر وړاندې د «اسرائیل خطرناک نظامي» برید غندلی او هغه یې «د عراق د حاکمیت او د هوايي حریم ښکاره نقض» بللی دی.

هغه ټینګار کړی او ویلي یې دي: «یاد اقدام موږ هغو شخړو ته ننباسي چې پلویان یې نه یو.»

د کویټ استازي هم د خلیج مرستې شورا په استازولۍ یاد بریدونه – پرته له دې چې کومه توجیه په پام کې ونیسي – غندلي او خبرداری یې ورکړی چې د نښتې پراختیا به یوازې د هغو ځواکونو په ګټه وي چې افراطیت او ګډوډۍ ته لمن وهي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.